سږ په کندهار کي تازه رسيدلي انگور ښه کيفيت لري

Annnn
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار باغ لرونکي او د تازه مېوې سوداګر وايي چې سږ کال د کندهار د انګورو حاصلات کم، خو کیفیت یې ښه دی.

په داسې حال کې چې د انګورو پخېدو او حاصلاتو ټولولو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، باغ لرونکي او سوداګر په تمه دي چې سږ کال به زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر او په ښه بیه به وپلورل شي.

خو له سوداګرو سره د سپین بولدک- چمن لارې په اړه اندېښنې هم ملې دي، هغه لار چې د مېوو ۹۰ سلنه صادرات ورباندې کېږي.

دغه لاره کله کله د پاکستان له خوا په یوه او بله بهانه تړل کېږي او د مېوو د حاصلاتو د ټولولو پر مهال باغ لرونکو او سوداګرو ته په ميلیونونو افغانیو زیان اړوي.

ژېړۍ او پنجوايي د کندهار هغه دوه ولسوالۍ دي چې د انګورو ډېر باغونه په کې شته.

د دغو ولسوالیو باغ لرونکي وايي، سږ کال که څه هم د تېر کال په پرتله د انګورو حاصلات کم دي، خو کیفیت یې ښه دی او دوی تمه لري چې د تېر په پرتله به یې بیه او مارکېټ ښه وي.

د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سیمې یوه باغ لرونکي عبدالقدوس کندهار ورځپاڼي ته وویل، انګور په پخېدو دي او شاوخوا لس ورځې وروسته به یې د حاصلاتو ټولولو او صادرولو چارې پیل شي.

ده زیاته کړه، سږ کال د انګورو تاکونو کم انګور نیولي خو کیفیت یې ډېر ښه دی، په داسې حال کې چې تېر کال انګور ډېر وو خو کیفیت یې ښه نه و.

خو دی وايي، کله چې د انګورو کیفیت ښه وي نو په ښه بیه پلورل کېږي.

دغه باغ لرونکي زیاته کړه، په همدې تمه یې بشپړ کال د انګورو پر باغونو خواري کړې، که لاره بنده نه شي نو ښې پیسې به پرې جوړې کړي.

د پنجوايي ولسوالۍ د ناګهان سیمې یوه باغوان احمد الله کاکو هم په تمه دی چې انګورو ته یې ښه بازار وموندل شي او په ښه بیه وپلورل شي.

ده وویل، سر له اوسه د انګورو په باغونو کې د کندهار تر څنګ د نژدې ولايتونو زرګونه خلک د انګورو د راټولولو په کار بوخت شوي او دغه لړۍ شاوخوا درې مياشتې دوام کوي.

هغه هم وايي چې سږ کال د انګورو د حاصلاتو کیفیت ښه دی خو چې په ښه مارکېټ ورته وموندل شي او په ښه بیه وپلورل شي.

نوموړی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغوى انګورو ته دې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مارکېټ وموندل شي او تر هغه ځايه د ور رسولو اسانتياوې دې برابرې شي.

د کندهار د تازه مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا کندهار ورځپاڼي ته وویل، هیله ده سږ کال له دې ولایت څخه زرګونه ټنه انګور بهر ته صادر شي.

ده هم د انګورو د کمو حاصلاتو خو د ښه کیفیت یادونه وکړه چې ښه بازار به ولري.

دی وايي، د تازه مېوې سوداګرو د انګورو د صادرولو لپاره چمتووالی نیولی چې لس ورځې وروسته پیلېږي.

۳۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه