په کندهار کي چاودني څلور ملکي وګړي ووژل

images
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي د ملکي خلکو پر موټر چاودني څلور تنه وژلي او يو يي ټپي کړى دى .
چاودنه چي په ځمکه کي ځاى پر ځاى شوى ماين وو نن سهار د دې ولسوالۍ د سلامۍ په سيمه کي د ملکي خلکو پر فلډر موټر شوې ده .
د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي چي په دې پيښه کي دوه ښځي او دوه نارينه وژل شوي دي او يوه ښځه ټپي شوې ده .
د پيښي قربانيان ټول د هلمند ولايت اوسيدونکي دي چي په خاکريز ولسوالۍ کي د ( شامقصود اغا ) زيارت ته روان وه .

۱۹۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه