په خاکريز ولسوالۍ کي درنې جګړي شوي دي .

Khak
ليکوال Ahmed Lodin

تيره شپه د کندهار په خاکريز ولسوالۍ کي وسله والو طالبانو او پوليسو درني جګړې کړي دي .
جګړې د دې ولسوالۍ په شلغمي او منډيګک سيمو کي وروسته له هغه ونښتلې کله چي سلګونه طالبانو په ډله ايز ډول د دې سيمو پر امنتي پوستو بريدونه پيل کړه او بيا د پوليسو د مقاوخت سره شول .
ځايي اوسيدونکي وايي چي جګړې ډيري درني وي او پر مهال يي دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده .
يوه باوري سرچينه وايي چي د جګړو پر مهال د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان ( ماما ) هم ټپي شوى دى .
د کندهار امنيه قومانداني هم د جګړو پخلى کوي او وايي چي د پوليسو تر سخت مقاومت وروسته طالبان په شا تمبول شوي دي .
د قوماندانۍ وياند ضيا درانى وايي ، چي د پوليسو په ډزو کي ( ٧ ) وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده چي درې وژل شوي او څلور نور سخت ټپيان دي .
درانى په دې نښتو کي د دوو پوليسو ټپي کيدل هم مني .
وسله وال طالبان هم د يادو جګړو پخلى کوي ، طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چي د دوى جنګياليو درې امنتي پوستي نيولي او درې پوليس يي وژلي دي .
د جګړو سيمي اوس هم طالبانو له لوري کلابندي دي .

۷۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه