کندهار ښاروال مرستيال والي ته د خپلو فعاليتونو په اړه معلومات ورکړل

z
ليکوال Ahmed Lodin

نن د سې شنبې په ورځ کندهار ښاروال انجينر روښان ولسمل مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري ته د خپلو تر سره کړو فعاليتونو او راتلوونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
ښاغلي ولسمل وويل،چي د زوړ قول اردو لپاره د ماسټر پلان سروې او نقشه تکميل سوې ده او ډير ژر به د ماسټر پلان مطابق احمدشاهي جادې سړک په زاړه قول اردو کي وغځوي.
ښاغلي ولسمل خبر ورکړ چي د ډنډ چوک څخه تر باغ پل او د جمهوريت چوک څخه د عينو مېني تر دروازې پوري د دواړو سړکانو دواړو لورو ته زرغونې ساحي جوړوي.
نوموړي همدارنګه زياته کړه،چي د ظاهر شاهي کانال دواړو بغلونو د سنګ کاري تر څنګ به د دغه سيمي زورغونېدو چاري ژر پيل کړي،چي په عملي کېدو سره به يې د لامبلو پر مهال د مړيني ګراف راټيټ او د تفريح لپاره به ښه ځای وي.
ښاروال زياته کړه،چي په کندهار ښار کي د عامه تشنابونو د جوړوني د پاره هم پلان جوړ سوی او په ډېرو سيمو کي عامه تشنابونه جوړ سوي هم دي.
د کندهار مرستيال والي د ښاروال انجينر روښان ولسمل هڅي وستايلې او د هغه څخه يې مننه وکړه،چي د ښاري ماسټر پلان د تطبيق لپاره يې جدي هڅي کړي.

۱۷۵ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه