په کندهارکي د نرسينک دپاره د سلو تنو څخه ازموينه واخستل سوه .

Roogh
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د عامي روغتيا رياست وايي ، چي دا ازموينه يي د هغه روغتيايي کارکوونکو د ګمارني دپاره واخستل سوه چي دوى غواړي د روغتون دپاره شل تنه نرسان وګماري .
د نرسينګ دپاره د سلو تنو له ډلې نن دريو تنو ښځو هم ګډون کړى وو .
د روغتيا ريس ډاکټر محمداعظيم زمريال خبريالانو ته وويل ، چي اړتيا تر ډيره ښځينه نرسانو ته ده او دوى په دې برخه کي ښځينه کارکوونکو زيات ضرورت لري ، نو اړينه ده چي کورنۍ پر شرايطو برابري ښځينه فارغيني دوى ته ور وپيژني.
په ازموينه کي ګډونوالو د ازمويني پر شفافيت ټينګار کوى .

۹۶ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه