امريکايي پلاوى: پاکستان د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پر ضد ګډ عمليات کوي

Am
ليکوال Ahmed Lodin

د امريکايي سناتورانو پلاوى وايي، پاکستان ورسره هوکړه کړې چې د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې به د ترهګرو ډلو پر ضد ګډ عمليات کوي او امريکا به د دغو عملياتو د څارنې زمينه برابروي.

دغه پلاوي، دغه خبرې نن له ولسمشر غني سره په ارګ کې په کتنه کې کړې دي.

د امريکا د مشرانو جرګې د سناتورانو يو لوړپوړى پلاوى، نن سهار په رسمي سفر کابل ته راغلى دى. په دې پلاوي کې جان میکن، لینډسي ګراهام، الیزابت وارین، ډیویډ پردیو او شیلډن وایټ هاوس شامل دي.س

له ارګ څخه کندهار ورځپاڼي ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د امریکا په سنا کې د پوځي چارو کمېټې د رئیس سناتور جان مکین په مشرۍ پلاوي سره وکتل.

سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې دواړو غاړو د دوه اړخیزو همکاریو په پراختیا، تروریزم سره په مبارزې او د سیمه‌ییزو مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په دغه کتنه کې له افغانستان څخه د امریکا ملاتړ ارزښتمن او د قدر وړ وباله او وې ویل، د افغانستان او امریکا اړیکې په متقابلو ګټو او درناوي ولاړې دي. په افغانستان کې چې کومه جګړه روانه ده، د افغانستان جګړه نه ده، بلکې پر افغانستان او د سیمې ور هاخوا د تروریستي ډلو په ضد جګړه ده.

ورپسې یاد پلاوي چې پاکستان ته له سفر وروسته افغانستان ته راغلی و، پر داسې حل لارې ټینګار وکړ چې ټوله سیمه پرې توافق ولري.

سناتورانو وویل، د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورنډ کرښې په دواړو غاړو کې د تروریستي ډلو پر ضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.

هغه زیاته کړه، امریکا د دغو عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابروي.

خو په خبرپاڼه کې د دې عملياتو په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي.

جمهور رئیس غني وویل: “کومه سوله چې موږ غواړو، لګښت لري او دغه راز اصلاحات حتمي دي او لګښت غواړي.”

د نوموړي په ټکو، افغانستان کې روان پرمختګونه هیڅ کله شاته تګ نه کوي.

نوموړي په دفاع وزارت کې راغلو اصلاحاتو ته په اشارې وویل، د دغه وزارت د مشرتابه په کچه ۱۵۰تنه جنرالان تقاعد شوي دي، نوی وزیر ټاکل شوی دی او په دغه بنسټ کې نور اصلاحات هم راغلي دي چې له امله یې په نظامي عملیاتو کې د افغانستان ظرفیتونه پياوړي شوي دي.

د ده په وينا، دغه اصلاحات به د کورنیو چارو وزارت چې ده څه موده مخکې په امنیتي سکتور کې د فساد مرکز بللی و، هم بدل کړي.

ولسمشر وویل، د اصلاحاتو د دوام په خاطر د امریکا د متحدو ایالتونو دوامداره همکاري مهمه ده.

هغه زیاته کړه، پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۸ کال په جولای کې وشي او بهیر به یې مدني ټولنه وڅاري.

غني وویل، افغانستان اړ دی چې خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. په وروستیو کې یې د سیمې هېوادونو سره د وسپنې پټلۍ، سړک، هوايي دهلیز او د چابهار له لارې سمندر سره د افغانستان د اتصال په غرض بېلابېلې موافقتنامې لاسلیک کړې دي، له دې اېسته به افغانستان یواځې د پاکستان له ټرانزیټي او سوداګرۍ لارې پورې تړلی نه وي.

دا کتنه په داسې وخت وشوه چې امریکا د افغانستان په اړه د خپلې پالیسۍ په ارزولو بوخته ده چې په هغې کې د ټولې سیمې سره د دغه هېواد اړیکې او همدارنګه د ځواکونو زیاتول ارزول کېږي. د بین‌المللي ایتلاف یو شمېر همکارانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د زیاتولو ژمنه کړې ده.

۷۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه