ويسا : ولس ته د هري افغانۍ حساب ورکوم

Waliiiii
ليکوال Ahmed Lodin

د ولايتي شورا رئيس او د شورا غړو نن سهار له کندهار والي زلمي ويسا سره وليدل او د ځينو ادارو موجوده ستونزي يې ورسره شريکي کړې.

د ولايتي شورا رئيس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل چي د شورا يو پلاوی به مرکز ته ولېږي څو د دې ولايت د بودجې ستونزي له مرکز سره شريکي او د هواري لپاره لازم اقدامات وکړي. هغه زياته کړه چي په عدلي او قضايي ادارو او د قراردادونو په داوطلبۍ کي فساد سته چي بايد د ختمولو لپاره يې ولايت مقام کوټلي ګامونه واخلي.

کندهار والي زلمي ويسا د ولايتي شورا د راتګ هرکلی وکړ او ويې ويل چي په کندهار کي به ولس ته د مصرفېدونکي بودجې د يوې-یوې روپۍ حساب ورکړي او په پروژو کي به د فساد د مخنيوي لپاره ډيري هلي ځلي وکړي. نوموړي ټينګار وکړ چي په ادارو کي په بشپړ ډول د فساد ختمول د سيسټم په جوړولو سره کېدای سي چي متاسفانه تر اوسه سيسټم ته کار نه دی سوی.

نوموړي وويل: ژمنه کوم چي په ادارو کي مثبت تغيرات راولم، د ولسواليو پر تشکيلاتو به کار وکړم او ولسواليو ته به سفرونه وکړم.

۳۶۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه