ارګ د روحاني په غبرګون کې: هوډ لرو چې له طبیعي زېرمو ضرور ګټه واخلو

Band
ليکوال Ahmed Lodin

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد وايي ، هېڅ‌څوک حق نه‎لري چې افغان حکومت له دې ډول پروګرامونو راوګرځوي او یا یې پر وړاندې خنډ وګرځي.
نوموړی وايي:

“دا زموږ تر ټولو کم حق دی چې له خپلو اوبو څخه د ځان په ګټه کار واخلو، هر څوک چې دا ډول څرګندونې کوي بې‎ځایه څرګندونې دي، افغان حکومت حق لري چې له خپلو زېرمو څخه د خپل ولس په ګټه کار واخلي او دا کار به‌یې لومړیتوب وي، موږ د دا ډول څرګندونو پر وړاندې یوازې دا ویلی شو چې دوی باید فکر وکړي چې دوی څه وايي.”

ښاغلی ازاد زیاتوي چې دا مهال د افغانستان ۸۰ فیصده اوبه ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته بهېږي.

افغان حکومت په دې وروستیو کې په هرات کې د سلما بند د جوړېدو چارې هم بشپړې کړې، په نیمروز کې په کمال خان او په فراه کې په بخش‌اباد بندونو کار روان دی او همدا شان په هلمند کې د کجکي بند د ترمیم چارې هم جریان لري.

ایراني ولسمشر حسن روحاني د سې شنبې په ورځ په تهران کې د “ګرد او دوړو پر وړاندې مبارزه ننګونې او حل لارې” تر عنوان لاندې په نړیوال کنفرانس کې وویل، د کمال خان، کجکي او سلما بندونو د جوړېدو پر وړاندې بې‌تفاوته نه‎شي پاتې کېدلی.
د تېر کوچني اختر په لومړۍ شپه ناپېژانده وسله‎والو د سلمان بند لس ساتونکي ووژل، خو چا یې مسؤلیت په غاړه وانه‎خیست.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې په جنوب لوېدیځ حوزه کې د نورو بندونو په جوړېدو هم کار روان دی او افغان حکومت چمتو ته دی چې ایران ته د اوبو د نړیوالو قوانینو له مخې خپله حق‌ابه ورکړي.

۱۲۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه