هلمند : سیمه ایزي رسنۍ وستایل سوې

Hellll
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : حيات الله ساحل ، لښـکرګاه /

د هلمند ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رياست په روژې مبارکه مياشت کې د سيمه ييزو رسنيو ترسره کړي خپرونې اونشرات د یوې شانداري غونډي په جوړولو سره وستایل.
په دې موخه ستاینغون‌‌‌‌‌‌ډه کي، چي د ملي راډيو ټلوېزيون په انګړ کي جوړه سوې وه، هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر مسُولينو په ملي شورا کي د هلمند د خلکواستازیو، د رسنیو مسولینو او لسګونه ځوانانو ګډون درلود.
د هلمند داطلاعاتو او فرهنګ رئیس ښاغلي فريد احمد فرهنګ د خپلو خبرو پر مهال وویل په روژې مبارکه مياشت کي د سیمه ایزو رسنیو خپروني د ستایني وړ وې چي د خپلواسلامي او افغاني ارزښتونو په رڼا کي یې د خپل ټولني د غوښتني سره سم نشرات وړاندي کړیدي .
ښاغلي فرهنګ دغه راز د رسنیو پرلاښه اوغوره فعالیت ټیګار وکړ اوژمنه یې وکړه چي نور به هم هڅه وکړي د ولایت مقام تر رهبرۍ لاندي محلي رسنیو ته ملکیت اونورو امکاناتو په برابولو کي منابع پیدا اوپه کار واچوي،ددې ترڅنګ يې په هلمند کي د بيان ازادۍ پر خونديتوب او د رسنيو له فعاليتونو خوښي وښوده.
هلمند کې د ازادو خبریالانو ټولني مشر زین الله ستانکزي، د خپلو خبرو په ترڅ کي د اطلاعاتواوفرهنګ ریاست څخه ددې کبله مننه وکړه، چې هلمند ميشتي رسنۍ يې د ښو فعاليتونو او خپرونو په پار وستايلې اوخپلو دندو ته یې لاهم وهڅول.
د حج او اوقاف سرپرست رئيس حافظ محمد داود مدقيق د رسنيو رول د اسلام په تبليغ او ټولني ته د ښو لارو چارو په څرګندولو کې مهمې وبللې او پر مطبوعاتو يې د اسلامي او افغاني آرونو په نظر کې نيولو سره د خپرونو کولو ټينګار وکړ.
په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازو عبدالودود پوپل او نسيمې نيازۍ هم د خپلو خبرو پر مهال د رسنيو پر ارزښت او رول خبري وکړې او په هلمند کې يې د مطبوعاتو پر ودي ځانګړي خوښي وښوده.
هلمند والي حيات الله حيات له ټولو محلي رسنيو د زړه له کومي مننه وکړه، چي د خپلو ښو خپرونو په مټ يې د ټولني سمون پر لور نه ستړي کیدونکي هلي ځلي کړي دي.
هغه په ټولنه کي د رسنيو رول اغېز لروونکی وباله او غوښتنه يې وکړه، چې خپلي خپروني لاهم د نظام او ملت په ګټه د عامه پوهاوي او ښو تبليغاتو وسيله وګرځوي.
ښاغلي حيات د سيمه ايزو رسنيو د پايداري په هکله وويل، محلي رسنۍ دې يوازې پر بهرنيو بنسټونو تکيه نه کوي او د منظم مارکيټينګ له لاري دي خپل متداوموالی او بې پري والی وساتي.
هلمند والي د بيان ازادۍ څخه د سرغړوونکو او د ناسمي استفادې کوونکو کسانو پر وړاندي مبارزې برخه کي د خبريالانو او رسنيو رول مهم وباله او په دې اړه يې له مطبوعاتو څخه د سالمو تبليغاتو کولو غوښتنه وکړه.
د پروګرام په وروستيو کې د ولايتي ادارې او اطلاعات او کلتور رياست له لوري د هلمند سيمه ييزو رسنيو نشراتي مديرانو ته د ښو خپرونو طرحه کولو له کبله ستاينليکونه ورکول سول.
د هلمند فرهنګي او رسنيزو بنسټونو په استازيتوب د اطلاعات او فرهنګ رئیس فريد احمد فرهنګ له لوري هلمند والي حیات الله حيات ته د مطبوعاتو څخه د ننګې او د بيان ازادۍ ته د ژمنتيا له کبله مننليک او د وياړ بګړۍ ورکول سول.
د ولسي جرګې له لوري هلمند والي ښاغلي حيات الله حيات اود اطلاعاتواوفرهنګ رئیس ته د ښو او اغېزلروونکو منډو ترړو په پار ستاينليکونه ورکول سوه.

۳۹۲ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه