د ایران هیواد ولسمشرپرضد دهلمنداولسونو له لوري لاریون وسو

19883927_1901522203433133_6012217_n

خبریال:حیات الله (ساحل) ،لشکرګاه/

نن په هلمندولایت کي د ایران هیواد ولسمشرپرضد دهلمند مدني ټولني او اولسونو له لوري لاریون ترسره سو په دغه لاریون کي چي سلګونو کسانو ګډون کړي وو دوي د ایران هیواد د ولسمشرهغه څرګندونې چی په دې وروستیوکي یې په افغانستان کی بندونو جوړیدو په اړه ترسره کړي وي وغندلي او غوښتنه یې و کړه چي دغه څرګندونې ښکاره لاس وهنه ده دهلمنداوسیدونکو د ایران هیواد دغه کار د نه منلو یو ګام وباله دوي زیاته کړه چي دافغان ولسمشرمحمداشرف غني دهغه ګامونو ستاینه کوي چي پکي دهلمند او یوشمیرنورو ولایتونوکي دسیندونو پرسربندونه جوړوي او خپلي اوبه مهار کوي لاریونوالو پنځه ماده ييز پرېکړه ليک ولوست ، چې پکې راغلي ۱- موږ له ايران سره د اوبو تړون چې په ۱۹۷۲م کال کې د وزير موسی شفيق له لوري ورسره لاسليک شوې وه د پلې کېدو غوښتنه کوو، ۲- له ايران سره دې د تېرو ۴۰ کلونو د اوبو حساب وشي، ۳- زموږ په کورنيو چارو کې هيڅوک د لاس وهنې حق نه لري، ۴۴- ايران دې ګوت څنډ نه نه کوي او دا موضوع دې د خبرو له لارې حل کړي، که نه نو افغانان د خپل حق غوښتلو پوره توانايي لري، ۵- موږ د خپل منتخب ولسمشر محمد اشرف غني له بهرنۍ پاليسۍ ننګه کوو او له ايران سره د اوبو په مسله کې د خپل حکومت په پلوۍ پوره ملاتړي يوو. دهلمند مدني ټولني مشرهمدرد وايي ایران هیواد څلویښت کاله دافغانستان اوبه استعمال کړې خو ولي حسا ب يېنه دی ورکړي او باید حساب ورسره وسي قومي مشر حاجي احمدجان، حاجي ذاهدی او مطیع الله مطیع له ولسمشره وغوښتل هغه هیوادونه چي په افغانستان کی ښکاره لاس وهني کوي دوي جګړی ته تیاردي ترڅو د خپلي خاوري دفاع وکړئ دوي زیاته کړه په هیواد کي دننه هغه کړۍ چي نه غواړۍ دلته دي امن او سوله راسي هغوې دې له هیواده وایستل سي ترڅو خلګو ته ښکاره سي چي هیوادکي دننه جاسوسي کړۍ هم سته ترڅو دلته بي امنی ته لمنه وهي او دپردیو ګټي خوندي ساتي هلمندکي داسي مهال د ایرن هیواد دولسمشرپرورسیتیو څرګندونوددې ولایت مدني ټولني او قومی مشرانو لاریون وکړ چي هغوي په ورستیوکي د ولسمشراشرف غني دهغي طرحی مخالفت کړي چي ویلی یې دافغانستان اوبه مهاروي او پرسیندونو بندونه جوړوي.

۵۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

حيات الله ساحل

تبصره پر وکړه