کندهار لا اوس هم د ښځو دپاره ځانګړى روغتون نه لري

Picture2
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : صديق الله ( عليزى ) / / /

په کندهار کي د میرمنو لپاره د مجهز روغتون نشتون د میرمنو درملنه د ستونزو سره مخ کړې ده .
د کندهارمېرمني وایي مرکزي حکومت نه یوازي دوی په هره برخه کي د پامه غورځولي بلکې په روغتیایي برخه کي یې هم حقوق تر پښو لاندي سوي دي
دوی د عامي روغتیا د وزارت څخه غوښتنه کوي چي په دې ولایت کي د میرمنو لپاره مجهز روغتون جوړ کړي او د ښځینه ډاکټراني یې درملنه وکړي .
د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته هره ورځ ددې ولایت تر څنګ د هلمند ، زابل ، ارزګان او ځینو نورو ولایتونو په لسګونه د جګړې ، ترافیکي حادثاتو او یو شمیر ناروغان د درملني لپاره راځي .
دغه روغتون که څه هم ۳۵۰ بستره لري خو د امکاناتو کموالی او د ناروغانو زیات شمیر ددې لامل سوی چي هره ورځ تر شپږ سوه زیات کسان پکښي ځاي کړي .
ناروغان وایي د ښځینه او ماشومانو څانګو کي د امکاناتو د کموالي له امله په یوه بستر دوه ناروغان ځایول کیږي او درملنه یې د ستونزو سره مخ ده .
دوی د عامي روغتیا د وزارت څخه غوښتنه کوي چي د میرمنو لپاره مجهز روغتون جوړ کړي او ښځینه ډاکټراني یې درملنه وکړي .
ښاریان وایي د روغتون د نشتوالی له امله هره ورځ لسګونه میرمني پاکستان ته د درملني لپاره ځي او د ډول ډول ستونزو سره مخ کیږي .
د کندهار د عامي روغتیا ریس محمد عظیم زمریال کندهار ور‌ځپاڼي ته د ځانګړي مرکې پر مهال وويل ، د میرمنو لپاره د مجهز روغتون جوړېدل مهم بولي او وایي د اجتماعي ، فرهنګي او اقتصادي ستونزو له امله د میرمنو ژوند د ګواښ سره مخ دی .
هغه وایي د عامي روغتیا د وزرات سره یې خبري کړي او هڅه کوي چي د میرمنو لپاره د ځانګړي مجهز روغتون منظوري ترلاسه کړي .
که څه هم په کندهار کي د میرویس روغتون تر څنګ اووه شخصي روغتونونه او یو زېږنتون هم فعالیت لري خو د میرمنو لپاره د ځانګړي روغتون نشتون ددې لامل سوي چي میرمني د درملني لپاره ګاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړي .
د ډاکټرانو په وینا که د میرمنو لپاره ځانګړی روغتون جوړ نه سي نو امکان سته چي د میرمنو په مړینه کي زیات والی راسي .

۶۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه