د کتاب مطالعه څه ګټه لري او ولي باید وسي ؟

Qadari
ليکوال Ahmed Lodin

ليکوال : احمدشاه قادري /
ډېر کسان د مطالعې او کتاب ویلو څخه مختلف هدفونه لري ځیني د تحصیل په موخه مطالعه کوي ځیني یې د وخت د تېرېدولو له پاره ترسره کوي ولي په حقیقت کي د کتاب مطالعه ډېري ګټي او فایدې لري .که چیري ستاسو دورځي کار نه وي او غواړي دغه وخت مو ښه او ګټور تیر سي نو مطالعه وکړئ او دمطالعې د ګټي څخه استفاده وکړئ دا معلومه خبره ده ،چي تاسو به د ورځي کار هم کوي د کار ترڅنګ به یو څه وخت دملګرو سره یو څه په تفریح اویوڅه د ټلویزیون په ځیني پروګرامونو سره تیروي که د دغه وخت څخه یو څه اندازه ومطالعې ته ورکړئ په حقیقت کي به تاسو د خپل پوهي او مغز د انکشاف له باره ډیر څه کړي وي .
دمطالعي په اړه څېړنو دا ثابته کړې ،چي مطالعه ترموسیقۍ اوریدلو ،د چایو او یا قهوې خوړلو ،قدم وهلو څخه زیات د انسان ذهن ته ارامښ وربخښي مغز هم یو دانسان د نورو هغو اعضاوو په رقم دی، چي په فزیکي فعالیت نه کولو سره کمزوری کیږي همداسي په مطالعه نه کولو مغز کمزوري کیږي د مغزي ډول ډول مریضیو سره مخ کیږي
مطالعه دمهارت ستون او یو قوي او فعاله ملګري بلل سوي دی
نن ورځ د نوي تکنالوژي په راتک سره زیات ځوانان د فیسبوک او ټویټر څخه استفاده کوي تر داسي اندازې چي مطالعه ته بیخي زړه نه ښه کوي او نه غواړي چي د کتاب مطالعه وکړي زموږ د ټولني خوانان باید پوه سي چي مطلعه زیاتي فایدي لري او هغه فایدي چي په مطالعه کي یي ترلاسه کوي په فیسبوک او ټویټر او یا نورو ټولنیزو شبکو کي نه سی ترلاسه کولای.
د مطالعې په کولو سره مغز ته انشکاف ورکول کیږي د مطالعې او کتاب ویل دانسان په خبرو کي تغیر راولي پر موضوع باندي حاکمیت پیدا کوي هغه کسان چي مطالعه کوي نسبت وهغو خلګو ته چي مطالعه نه کوي په ناسته ولاړه او خبرو کي توپیر لیدل کیږي هغه کسان چي مطالعه کوي نسبت هغو کسانو ته چي مطالعه نه کوي خپل احساسات ښه بیانولای سي مطالعه کونکي انسان پر موضوع باندي قابلیت لري د هري موضوع په اړه ښه قضاوت کولای سي د مطالعې په کولو سره انسان د خپل شاوخوا چاپیریال په اړه ښه معلومات ترلاسه کولای سي د یوه کتب په ویلو سره ستاسو ذهن پراخي پیدا کوي د مطالعې په کولو سره به ستاسو ذهن د انکشاف سره مخ کیږي دا څیړنو ثابته کړي هغه کسان چي مطالعه کوي د هغو زده کړه او پوهه نسبت هغو کسانو ته چی خپل وخت په نورو کارونو سره تیروي زیاته وي مطالعه کول ستاسو معلومات درزیاتوي او په هري موضوع په بیانولو کي دل چسپي درته پیدا کیږي او تاسو د دې قابل جوړوي چي بحث پر وکړی
هرڅه چي تاسو مطالعه کوي نوي معلومات ستاسو ذهن ته داخلیږي او پر خپل ذهن مو ذخیره بالا کیږي دا معلومات که هرڅه کوچني وي خو یو ورځ به حتما ستا په ژوند کي په کاردرځي هرڅونه معلومات چي لري ستاسو د ژوند په مشکلاتو کي ورڅخه ښه استفاده کولای سئ تاسو خپله په داسي حالات کي تصور وکړئ چي هرڅه چي ستاسو سره اوس درسره دي هغه که پیسي دي که وظیفه ده که روغ صحت دي یو ورځ به حتما ستاسو له لاسه وځي خو پوهه او علم چي د مطالعي په مټ تاسو ترلاسه کړي وي هغه به ستاسو سره پاته وي . مطالعه د نویشتي روهیه درکوي کله چي تاسو مطالعه لري کولای سئ پر یو موضع لیکنه وکړي کیدای سي ستاسو دا لیکنه د ټولني له پاره ډيره ګټوره تمامه سي نو په همدې خاطر یو مطالعه کونکي انسان د ډیري مطالعې په کولو سره ښې لیکني کولای سي
مطالعه حافظه زیاتوي دا ثابته سوي ده دهغو خلګو یاداښت ترډیره پاته وي نسبت هغو خلګو ته چي مطالعه نه کوي هغه کسان چي د مطالعي په وخت کي فکر کوي په واقعیت کي مطالعه نوموړي شخص ته دا فرصت ورکوي چي پر خپل ذهن باندي فیشار راوړي او یو څه د کتاب څخه ترلاسه کړي او هغه څه چي په کتاب کي ویني او لولي یې ذهن ته وسپاري او د ځان سره یي یاد کړي که چیري مطالعه د راډیو او ټلویزیون سره مقایسه کړو باید ووایو چی مطالعه زیاتي فایدي او کټي ور باندي لري د مطالعي په کولو سره به تاسو خپل ځان وپیژني خپل استعداد به درته معلوم سي که چیري یو کس خپل ځان ونه پیژني او ده ته خپل ځان معلوم نه وي نو نورو ته به څنګه ګټه ورسوي
مطالعه دنوروګټو ترڅنګ د زړه د ضربانو په کنټرول کي هم زیات رول لوبوي پنځه دقیقي مطالعه ستاسو د زړه ضربان کنټرولولای سي او ستاسو فزیکي جوړښت اراموي په همدې خاطر که چیري تاسو د ناارامې احساس کوي کولاسئ د خپل ارامي له پاره مطالعه وکړي
هغه کسان چي بي خوبي لري په خوب کي مشکل لري د بي خوبي د له منځه وړلو له پاره مطالعه ډیره مفیده او ګټوره ورته تمامیږي
د دې ټولو ګټو څخه موږ ته دا نتیجه په لاس راځي هغه کسان چي مطالعه کوي د خپلو ټولو ورځنیو کارونو په جریان کي موفقه لیدل کیږي نو په مجموع کي ویلای سو هغه کسان ،چي مطالعه کوي د ټولني د ناخوالو په له منځه وړلو کي ښه رول لوبولای سي نسبت وهغو کسانو ته چي مطالعه نه کوي
احمد شاه قادري

۵۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه