کندهار ورزشکاران نعمت الله وفا د ورزشي کميټي مشر غواړي

Pic 3
ليکوال Ahmed Lodin

نن د کندهار ځیني ورزشکاران دخپلو ستونزو د حلېدو په موخه ولایتي شورا ته ورغلي.

ورزشکارانو دکندهار ولایتي شورا له غړو څخه وغوښتل چي د دوی په موجوده ستونزو سر وګرځوي او د حل لارې دي ورته ولټوي.
ورزشکارانو د ميدانونو نشتون ، د مرکز نه توجه او د ورزشکارانو اقتصادي حالت لويي ستونزي يادي کړي .

همدارنګه ورشکارانو دکندهار ولایتي شورا له غړي نعمت الله وفا څخه مننه وکړه چي وخت پر وخت یې تشویق کړي او دمالي اړتیاوو ترڅنګ یې په معنوي سوغاتونو هم نازولي.

دوی د ولایتي شورا له مشرتابه او غړو څخه وغوښتل چي د ورزش د کمیټې لپاره دي نعمت الله وفا وټاکي ، شورا د ستونزو د حل دپاره ورزشکارانو ته ژمنه ورکړه .

۸۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه