کندهار : د پوليو په وړاندي د واکسين کمپاين پيل سو .

19893535_856122707878489_2043353143_o
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : تاج محمد ساحل /
نن یکشنبه د حوزي په کچه په کندهار کي د پوليو ضد واکسين پنځه ورځنی کمپاین پیل سوه.
د کندهارد عامي روغتیا ريس ډاکټر محمد عظیم زمریال د کمپاین د پیل په مراسیمو کي رسنیو ته وویل ياد پنځه ورځني کماپین چي د حوزي په کچه به وي د ټولو ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کي به پنځه لکه ۷۸ زره تر پنځو کالو کم عمروه کوچنیانو ته واکسین تطبیق سي.
د زمریال په خبره په ټول افغانستان کي د پولیو ۴ څلور مثبتي پښي دي چي ۲ پیښي يې په هلمند یوه کندهار او بله پیښه په کندز کي رامنځ ته سوې ده.
بلخوا یو شمیر سرچيني وايي چي د کندهار په سپین بولدک ولسوالي کي وسلوالو طالبانو د پولیو ضد واکسین کمپاین مخه نیولي او نه پریږدي چي په دغه ولسوالي کي د پولیو واکسین تطبیق سي.
د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسئولین هم په بولدک ولسوالي کي دغه ستونزه تائیدوي او وايي چي د ولسي خلګو په مرسته خبري رواني دي چي ډیر ژر به وسلوال دیته لیواله کړي چي د پولیو ضد واکسین ته اجازه ورکړي.
د یادوني وړ ده چي د سپین بولدک ولسوالي ترڅنګ په کندهار کي یو شمیر نوري ولسوالي هم سته چي پکښي د واکسین کمپاین د امنیتي ستونزو له امله سم نه عملي کیږي.

۱۴۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه