کندهار : ملي امنيت شپږ تنه د هدفي بريدونو په تور نيولي دي .

Picture1
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د ملي امنيت رياست په کندهار ښار او ولسواليو کي د دولت د شپږو وسله والو مخالفينو د نيول کيدو خبر ورکوي .
د دې رياست څخه کندهار ورځپاڼي ته را رسيدلې خبرپاڼه وايي ، چي نوموړوکـســانو دکــنــدهــارښار په شمول په شاولیکوټ .میوند، ژړۍ او پنجوايي ولسوالــیو کښـی د دولـت پـه نظامي ځايونو بريدونه کول ، دولتي کسان يي په هدفي بريدونو کي وژل او يو تن يي چي په کندهار ښار کي د موټرسيکلانو مستري دى په موټرسيکلانو کي طالبانو د وسلو پټولو ځايونه جوړول .
ملي امنيت د خبرپاڼي سره مل هغه ويډيويي څرګندوني هم د ورځپاڼي خبري څانګي ته سپارلي دي چې نيول سوي کسان په هغه کي پر خپلو کړنو اعتراف کوي .

۱۴۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه