د حج الوتنې د زمري په ٢مه پيلېږي

Aks
ليکوال Ahmed Lodin

د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چې د حج الوتنې به دوه اوونۍ وروسته پيل شي.

د دغه وزارت له خوا د چنګاښ په ١٩مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا الوتنې به د روان لمريز کال د زمري مياشتې په دويمه نېټه پيل شي.

د حج او اوقافو وزارت له ټولو هغو کسانو چې مخکې له مخکې د تثبيت شوي نوبت له مخې د روان کال د حج په بهير کې تنظيم شوي او هغو ټولو ادارو او مراجعو چې استثنايي ونډې لري، غوښتي چې بايد له نوبت سره سم يې خپل بايومتريک پړاوونه بشپړ کړي.

دغه راز سرچينې زياته کړې، هغه کسان چې تر اوسه يې د حج د لګښتونو د پيسو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مراجعه نه ده کړې، په راتلونکو لسو ورځوکې دې د ټاکل شوو لګښتونو د دويم قسط د تحويلولو لپاره مرکز او اړوندو ولايتونو ته مراجعه وکړي.

ياد وزارت ويلي، د ځنډ په صورت کې د وخت ضايع کېدو د مخنيوي لپاره د دوى د ونډې په بدل کې به له نافذ طرزالعمل سره سم نورکسان تنظيم شي او بيا به د شکايت حق نه لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې د خپلو لګښتونو دواړه قسطونه يې په بانک کې تحويل کړي، د حج د مناسکو د نظري او عملي زده کړې لپاره دې هغو مرکزونو ته چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د اړوندو رياستونوله خوا په مرکز او ولايتونوکې ټاکل شوي دي، مخکې له مخکې له طرحه شوي پروګرام سره سم مراجعه وکړي او خپل لوست ته دې دوام ورکړي.

ټاکل شوې ده چې سږ کال له افغانستان څخه ٣٠ زره کسان د حج فريضې ادا کولو په موخه سعودي عربستان ته ولاړ شي.

۹۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه