امريکا: افغان حکومت دې د “دوستم دوسيې” په څېړلو کې تر سياسي فشار لاندې نه راځي

Safeer
ليکوال Ahmed Lodin

امريکايي چارواکي، نشه يي توکي افغانستان کې د جګړې د دوام لامل بولي او له افغان حکومته په دې برخه کې د جدي کړنو تر څنګ، غواړي چې د “دوستم دوسيې” په رڼه څېړلو کې تر سياسي فشار لاندې رانه شي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او قانون د تنفيذ په برخه کې د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم ار برونفليد (William R Brownfield) او په کابل کې د امريکا سفير هوګو لارنس (Hugo Llorens) نن په ياد سفارت کې خبريالانو ته خبرې وکړې.

د امريکا سفير وويل چې د افغانستان ولسمشر پر لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم د جنسي ځورونې تور ډېر جدي دي او افغان حکومت بايد په دې برخه کې په ډېر غور او رڼه ډول څېړنه وکړي.

هغه وويل چې د افغانستان حکومت بايد په دې برخه کې د هېچا تر سياسي فشار لاندې رانه شي.

دی وايي، افغانستان بايد نړيوالو ته وښيي چې په دې هېواد کې پر ټولو قانون يو ډول پلي کېږي؛ که هغه د ولسمشر لومړی مرستيال وي او که عادی کس.

ده زياته کړه:”دا زموږ د حکومت نظر دی چې افغانان دا حق لري چې د هغوی د انساني حقونو درناوی وشي او قانون په ټولو يو ډول پلي شي.”

تېر کال د لنيدۍ په مياشت کې د ملي جنبش ګوند پخوانى غړى او د جوزجان پخوانى والي احمد ايشچي رسنيو ته وويل چې د ولسمشر د لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له خوا ونيول شو او تر ١٦ ورځني بند وروسته خوشى شو.

ايشچي ويلي چې دوستم خپلو لسو کسانو ته امر وکړ چې پر ده جنسي تېرى وکړي او پنځه ورځې يې د دوستم په زندان کې په داسې حال کې تېرې کړې چې جامې يې پر تن نه وې.

اوس دغه قضيه په لويه څارنوالۍ کې تر څېړنو لاندې ده.

دوستم له څه مودې راهيسې په ترکيه کې اوسي او د هغه دوسيه په داسې حال کې تر څېړنې لاندې ده چې څه موده مخکې د بهرنيو چارو سرپرست وزير او د جمعيت اسلامي ګوند مشر صلاح الدين رباني، د بلخ والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور، د حکومت د اجرايي رياست دويم مرستيال او د افغانستان د خلکو اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په ترکيه کې له دوستم سره وليدل او سياسي ايتلاف يې جوړ کړ.

نشه يي توکي

د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې او قانون د تنفيذ په برخه کې د امريکا د متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت مرستيال ويليم آر برونفليد (William R Brownfield ) نن کابل کې خبريالانو ته وويل چې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، توليد، قاچاق او په دې برخه کې د پيسو وينځل د افغانستان د جګړې د دوام له عواملو څخه دي.

هغه زياته کړه:”افغان حکومت بايد د پيسو د وينځلو او نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ او د مخنيوي په برخه کې يې دې جدي ګامونه اوچت کړي.”

د هغه په وينا، وسله وال مخالفين يواځې ترهګر نه بلکې د نشه يي توکو قاچاقبر او کارو باريان هم دي.

دى وايي، طالبان د حکومت د نيولو، دين او مذهب لپاره جګړه نه کوي، بلکې دوی د جګړې له لارې غواړي د نشه يي توکو په قاچاق کې ستر لاس ولري او له دې لارې ډېرې پيسې ترلاسه کړي.

هغه وويل چې ده د نشه يي توکو د کښت، توليد او قاچاق د مخنيوي په موخه د افغان حکومتي چارواکو تر څنګ په افغانستان کې له ځيني نړيوالو ادارو سره هم کتلي دي.

دی وړانديز کوي چې حکومت بايد له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو وړتياوې لوړې کړي او په دې برخه کې اړين اصلاحات راولي.

دا په داسې حال کې ده چې له ٢٠٠١ کال راهيسې نړيوالې ټولنې له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له افغانستان سره ميلياردوڼه ډالر مرسته کړې، خو پايله يې دا ده چې ورځ تر بلې نشه يي توکي ډېر شوي دي.

د پژواک يو راپور ښيي چې تېر کال د ٢٠٠١ کال په پرتله افغانستان کې د نشه يي توکو کښت ٢٥ ځله ډېر شوى او په دې موده کې تر ټولو ډېر کوکنار په ترتيب په ٢٠١٤، ٢٠١٣ او ٢٠١٦ کلونو کې کرل شوي دي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، دا مهال افغانستان کې شاوخوا درې عشاريه شپږ ميليون کسان چې ډېر يې ځوانان دي په بېلابېلو نشه يي توکو روږدي دي.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت وايي، دا مهال افغانستان د نړۍ ٧٣ سلنه نشه يي توکي توليدوي.

۸۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه