ارزګان : په هوايي بريد کي څلور ښځي وژل سوي دي .

Oroo
ليکوال Ahmed Lodin

د ارزګان په مرکز ترينکوټ کي د هوايي بريد پر مهال څلور ښځي وژل سوي او يوه بله ټپي ده .
بريد تيره ورځ د ترينکوټ اړوند د مهراباد په سيمه کي چيري چي د طالبانو په وړاندي فوځي عمليات روان دي را منځ ته سوې ده .
ځايي اوسيدونکي وايي چي افغان هوايي ځواکونو د طالبانو پر ځاى يو ملکي کور په نښه کړ او ياده پيښه رامنځ ته سوه .
د اروزګان د ولايتي روغتون يوه ډاکټر ضياءالرحمن هم وايي ، چې روغتون ته يې پرون د مهراباد له سيمې څخه پنځه ښځې ور وړل سوي، چې څلورو يې ساه ورکړې وه او يوه ټپي وه.
خو د ارزګان ولايتي مسوولين په دې اړه ناخبري ښيي .
د والي وياند دوست محمد ناياب وايي ، چي په ياده سيمه کي د خنجر په نوم د طالبانو پر ضد جدي عمليات روان دي او وخت نا وخت پر هغوى هوايي بريدونه هم کيږي ، خو د هوايي بريد پر مهال د ملکي ښځو د مرګ ژوبلي په اړه ناخبري ښيي .

۱۱۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه