مرستيال والي يوه لويه زراعتي پروژه افتتاح کړه

ha
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب د مرسي کورپس موسسې په همکارۍ د زراعت يوه لويه پروژه افتتاح کړه.
د پروژې د افتتاح په مراسمو کي چي نن سهار د ملي راډيو-ټلوېزيون په انګړ کي جوړ سوي ول، د مرستيال والي تر څنګ د مرسي کورپس موسسې مسئولينو، د اقتصاد، زراعت او نشه يي موادو پر ضد د مبارزې رئيسانو ګډون کړی وو.
دا درې کلنه زراعتي پروژه د کندهار د ۹ ولسواليو تر څنګ په روزګان او هلمند ولايتونه هم فعاليت کوي چي د ۲۵۰ نوي د پستې باغونه، ۳ کشمشخانې، ۴۰۰ د زعفرانو نمايشي قطعې او روزنيز کورسونه پکي شامل دي.
د کندهار ولايت مقام مرستيال عبدالحنان منيب د دې پروژې په تطبيق کي د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ټينګار يې وکړ چي دا پروګرام دي په سمه توګه تطبيق او واقعي حقدار بزګر دي ورڅخه برخمن سي. نوموړي د زراعت رئيس ته سپارښتنه وکړه چي له سوداګرۍ خوني سره دي په همکارۍ د کندهاري بزګرو د حاصلاتو لپاره بازارموندنه وکړي.
د مرسي کورپس موسسې مسئولينو ډاډ ورکړ چي دا پروژه به په کندهار، روزګان او هلمند ولايتونو کي په سمه توګه تطبيق سي او وړ بزګرانو ته به مراجعه وسي.

۹۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه