کندهار : د احمدشابابا د ليسې نه ٣٤٠ تنه فارغ سول

Wafa
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د پوهني رياست اړوند د احمدشابابا د ليسې څخه ۳۴۰ تنه فارغ او د فراغت اسناد ورکړل سوه .
په دې اړه تيره ورځ ماپښين په يوه خصوصي صالون کي مراسم چوړ سوي وه چي د اړوند چارواکو تر څنګ د کندهار د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا او د ښوونځيو ښوونکو او زده کوونکو ګډون پکښي کړى وو .
د ولايتي شورا غړي نعمت الله وفا په خپلو خبرو کي د علم پر ارزښت رڼا واچول ، زده کوونکي کوښښ ته راوبلل او دوى يي د راتلونکي رهبران وبلل .
نوموړي د کندهار د پوهني په بهير کي اصلاحات راوستل خورا اړين وبلل او ژمنه يي وکړه چي د کندهار د ځوانانو په همکاري به د اصلاحاتو دپاره کوښښونه کوي .
د کندهار د ځوانان په استازيتوب سميع غيرتمل هم وينا وکړه او زده کوونکي يي تشويق کړه ، چي خپلو درسونو کي کوښښ وکړي .
په پاى پر فارغو زده کوونکو فراغت ليکونه وويشل سوه او د ښاغلي وفا له لوري عمومي اول نمره د يوه موټرسيکل د ورکولو د انعام ژمنه هم وسوه .

۲۳ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه