د ترينکوټ ښار په شپنيو عملياتو کې ٢٠ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

far
ليکوال Ahmed Lodin

د اروزګان ولايت ځايي اوسېدونکي او د روغتون سرچينې وايي چې د تېرې شپې په عملياتو کې ٢٠ تنو ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځانګړو افغان ځواکونو تېره شپه د ترينکوټ ښار اړونده د سجاول په سيمه کې شپني عمليات ترسره کړي وو.

د امنيه قوماندانۍ د لومړي کنډک قوماندان زين الله کندهار ورځپاڼي ته وويل ، په دې شپنيو عملياتو کې چې د وسله والو طالبانو پر يوه مرکز ترسره شوي، ١٨ وسله وال وژل شوي ، چې د هغوى مشران هم په کې شامل دي.

خو د روغتون سرچينې او د سيمې اوسېدونکي وايي چې په دې عملياتو کې ګڼ شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي اوسيدونکي وايي ياد ملکي وګړي د يوې کورنۍ غړي دي.

هغه زياته کړه، دغې کورنۍ د جګړې له امله خپل کور پرېيښى او په نږدې ځنګل کې يې پناه اخيستې وه.

دى وايي، کله چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په سيمه کې عمليات وکړل، نو پر دوى يې هم ډزې وکړې چې له امله يې شپږ تنه ووژل شول او ١٤ نور ټپيان شوي دي.

۵۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه