د کندهار خلکو د افغانستان د اوبو په اړه د ايران څرګندوني وغندلې

_DSC7050
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار خلکو نن سهار د يوې پراخي غونډي په ترڅ کي د افغانستان د اوبو په اړه د ايران د ولسمشر حسن روحاني څرګندوني وغندلې.
په غونډه کي د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري، د ولايتي شورا غړو، متنفذينو، ځوانانو او مېرمنو ګډون کړی وو.
څه وخت مخکي د ایران ولسمشر حسن روحاني وويل چي په افغانستان کي د اوبو د بندونو د جوړېدلو په باب چوپ نه سي پاتېدای، ځکه د اوبو بندونه پر ايران بد اغېز لري.
د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري په نننۍ اعتراضيه غونډه کي وويل چي افغان ولس د اوبو په مهارولو کي ډېر جدي دی او د ټولو نړيوالو قوانينو په رڼا کي به خپلي اوبه د خپل هيواد په ګټه وکاروي. نوموړي د ملي ګټو په اړه د افغان ولسمشر دريځ وستايه او ويې ويل چي د خپلو طبيعي شتمنيو په مرسته کولای سي افغانستان ته پرمختګ ورکړي.
په غونډه کي د کندهار پوهنتون، علماوو شورا، سولي شورا استازو او نورو د نظر خاوندانو وويل افغانستان اوس مهال ۷۵ مليارډه متر مکعبه اوبه لري چي اوس يوازي له ۱۲ مليارډه متر مکعبه اوبو څخه ګټه اخيستل کيږي. د اوبو تر مهارولو وروسته ۲۵ زره مېګاواټه انرژي برابريږي، خو دلته يوازي ۵ زره مېګاواټه انرژۍ ته ضرورت سته.
دوی زياته کړه: اوبه زموږ حيثيت او وينه ده، نو ځکه له ګاونډيو هيوادونو څخه يې د ضايعاتو مخه نيول په سيمه کې د امن او پرمختګ لپاره اړين ګام دی.
د غونډي په پای کي پرېکړه ليک هم وړاندي سو چي د ايراني ولسمشر خبري غندل سوي وې او له افغان حکومت څخه يې د جدي اقداماتو غوښتنه کړې وه. د دې تر څنګ له نړیوالو څخه غوښتنه سوې وه چي د اوبو په مهارولو کي له افغان حکومت سره مرسته

۳۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه