په کندهار کي نادري خصوصي روغتون په فعاليت پيل وکړ

Pic
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي یوه نوي خصوصي روغتون چي تر ډیره به يي روغتیايې چاري د هندي ډاکټرانو لخوا پر مخ وړل کیږي په فعالیت پیل وکړ.
د نادري روغتون رئيس محمد اشرف نادري ددي روغتون په پرانیستغونډه کي وويل چي د دې روغتون ځانګړتيا دا ده چي له هند سره د يو قرارداد له مخي به ځيني ناروغان په انلاين توګه د هندي ډاکټرانو له خوا تداوي کيږي .
د ډاکټر نادري په وینا چي تر دامهاله ۱۵۳ ناروغان له دې لاري تداوي سوي دي.
د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال اغالالي دستګيري د نادري روغتون له مسئولينو وغوښتل چي معياري خدمات وړاندي کړي او په راتلونکي کي د عامي روغتيا رياست له معيار سره سم خپله ودانۍ جوړه کړي.
دستګيري په خپله وينا کي د عامي روغتيا د رياست څخه غوښتنه وکړه چي د دولتي او شخصي روغتونونو د همږغۍ لپاره دي يو ګډ ميکانيزم جوړ کړي او روغتونونه دي ولس ته د ښه خدماتو او باکيفيته درملو په وړاندي کولو سره سالم رقابتونه وکړي
د کندهار دعامي روغتیا رئیس محمد عظم زمریال په دې مراسمو کي وويل چي په کندهار کي روغتيايي وضعت تر پخوا سم سوی او د ښه خدماتو په وړاندي کولو سره تر ډېره هيوادوال مو نورو هيوادونو ته د تداوی د تګ څخه را ګرځېدلي دي.
هغه له سوداکرو وغوښتل څو په هغو روغيتايي برخو کي پانګونه وکړي چي دامهال ورته زياته اړتيا ده.
ډا کټر زمریال وايې چي د شکري ، پښتورګو ، زړه او یوه شمیر نورو ناروغیو د تداوي لپاره په کندهار کي خصوصي روغتیایې کلینیکنو ته اړتیا لیدل کیږي چي باید میلي سوداګر په دغه برخه کي پانګونه وکړي.
کندهار دا مهال له دولتي اړخه د شاوخوا ۴۰ فیصده روغتیايې خدماتو څخه برخمن دي او شاوخوا ۶۰ فیصده خلګ له روغتیايې خدمتونو څخه بي برخي دي.

۲۰۹ ټول کتل سوی شمېر ۴ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه