کندهار : کندهارۍ ميوې په يخچالونو کي بهرنيو هيوادونو ته وړل کيږي

Mooh
ليکوال Ahmed Lodin

:خبريال : احمد لودين ( کندهار ) :::
“له دې وروسته به د افغانستان مېوې ګاونډيو هيوادونو ته په خوندي، اصولي او معياري ډول لېږدول کېږي”
د افغانستان د سوداګرۍ خوني او د سارک سوداګرۍ خوني مرستيال حاجي محمد يونس مهمند وايي په لومړي ځل به د افغانستان تازه مېوې د يخچالي کانټېنرونو په مرسته ګاونډيو هيوادونو ته په ډېر خوندي، معياري او له ښه بسته بندۍ سره انتقالېږي او په دې توګه به د افغانستان د مېوو کيفيت ته هيڅ زيان رسې
تر دې وړاندي د کندهار په ګډون د افغانستان د ډېری ولايتونو د تازه مېوې سوداګرو سخت شکايت کاوه چي تازه مېوې يې تر نورو هيوادونو پوري تر لېږدېدلو وروسته خپل کيفيت له لاسه ورکوي او دوی هر کال له سخت مالي زيان سره مخ کېږي.
مهمند زياتوي چي په لومړي ځل د سليم او نجيب د مېوې ټرانسپورټي شرکت مسوول چي يو کندهاری پانګوال دی، دې ته چمتو سوی چي تازه مېوه ګاونډيو هيوادونو ته د يخچالي کانټېنرونو په مرسته انتقال کړي.
مهمند پر تجارانو ږغ وکړ چي خپله تازه مېوه په همدې يخچالي کنټېنرونو کي چي د لېږد بيه يې هم د عادي موټرونو له کرايې سره برابره ده، نورو هيوادونو ته ولېږدوي تر څو مېوه يې خپل اصليت او کيفيت له لاسه ورنه کړي او هلته په سمه بيه خرڅه سي.
مهمند د يوې پوښتني په ځواب کي چي څو ورځي مخکي د هندوستان او افغانستان تر منځ د تجارتي دهلېز په نوم د کارګو الوتکو لړۍ هم پيل سوه تر اوسه يې څو پروازونه کړي او کوم توکي يې وړي دي، وويل، د هندوستان او افغانستان تر منځ د تجارتي دهلېز پرانيستل د تجارت په برخه کي يو نه هېرېدونکی پرمختګ دی، نوموړی زياتوي چي په لومړي پرواز کي زياته برخه وچه مېوه خو په دويم کي يو څه برخه لنده مېوه هم ولېږل سوه.
مهمند وايي: ” ياده پروسه په ډېر چټک ډول روانه ده او د وخت په تېرېدو به ډېر تجاران ورته جلب سي او ددې ګټورې پروسې له ارزښت څخه به پوره ګټه پورته کړي”.
د سليم او نجيب د مېوې ټرانسپورټي شرکت مرستيال حاجي حبيب الله وايي، اوسمهال دوی پنځلس يخچالي کانټېنرونه د تازه مېوې د لېږد لپاره چمتو کړي چي هر موټر د ۲۳ ټنه توکو د لېږد ظرفيت لري او د غوښتني سره سم به نور موټرونه هم چمتو سي. نوموړی زياتوي چي د يادوو يخچالي کانټېنرونو او عادي موټرونو کرايه به سره برابره وي.
ددې شرکت مرستيال زياتوي چي پخوا به د کندهار تازه مېوه د چمن او تورخم د لارو د بندېدو له امله سخته زيانمنېدله او تجاران به يې له لوی مالي زيان سره مخامخ کول، خو په خبره يې اوس که لاره بنده هم سي په يادو يخچالي کنټېنرونو کي به تازه مېوه تر څلوېښتو ورځو پوري په سم ډول ساتل کېږي او په دې توګه به همدا مېوه بېرته هغو هيوادونو ته اتنقالېږي چي د لاري ستونزه ورسره نه وي.
د تازه مېوې تاجر جلال الرحمن شرر د يخچالي ټېلرونو فعالېدل د تازه مېوې د تجارت په برخه کي د يو لوی پرمختګ په توګه يادوي او زياتوي چي له څلوېښتو کلونو راهيسي افغان تجاران نورو هيوادونو ته د تازه مېوې د لېږ په برخه کي ستونزي لرلې او دا يې يوه لويه هيله وه چي تازه مېوې دي يې نورو هيوادونو ته د يخچالي موټرونو په مرسته په خوندي ډول ولېږدول سي چي په خبره يې اوس به يې دا هيله پوره سي.
ښاغلی شرر ددې پروسې په برخه کي د افغان تجارانو لپاره د بيې مناسبوالی تر ټولو د پام وړ خبره بولي او وايي: “د لېږد بيه يې د عادي موټرونو له بيې سره برابره ده خو د اسانتيا په برخه کي ښکاره توپير لري”.
د کندهار په ګډون د يو شمېر نورو ولايتونو تجارانو هم په تېرو کلونو کي ګاونډيو هيوادونو ته د تازه مېوې د لېږد پر مهال د لارو د بندېدو او ځينو نورو ستونزو له کبله هر کال له سخت مالي زيانونو سره مخامخ کېدل خو که ياده لړۍ په سم ډول مخته يووړل سي زياته تمه سته چي نورو هيوادونو ته د تازه مېوې د لېږل ستونزي دي تر ډېره له منځه يو وړل سي.

۴۱۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه