کندهار : په ژړۍ ولسوالۍ کي د روغتون د بنسټ ډبره کيښودل سوه .

Agha lalai
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالي دستګيري نن سهار د ژړۍ ولسوالۍ په حوض مدد سيمه کي د يو روغتون د بنسټ ډبره کښېښوده او د جوړېدو چاري يې عملاً پيل سوې.
په دې مراسمو کي د مرستيال والي تر څنګ د عامي روغتيا رياست سرپرست ډاکټر محمد عظيم زمريال، د ژړۍ ولسوال سيد جمال اغا او د سيمي يو شمېر اوسېدونکو ګډون کړی وو.
ياد روغتون د عامي روغتيا وزارت له خوا پر يو جريب مځکه د ۵ميلیونه افغانيو په لګښت د ۵ مياشتو په اوږدو کي جوړيږي.
مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري د يادو مراسمو پر مهال د سيمي اوسېدونکو ته د کلينيک د جوړېدو مبارکي وويله او ويې ويل چي دا کلينيک د خلکو په غوښتنه جوړيږي. نوموړي زياته کړه ولايتي اداره په ځينو نورو سيمو کي هم د روغتيايي مراکزو د جوړولو پلان لري، خو ولسونه دي له دولت سره د عام المنفعه ځايونو په خونديتوب کي همکاري وکړي.
د عامي روغتيا رياست سرپرست ډاکټر محمد عظيم زمريال هم ورته څرګندوني وکړې او ويې ويل چي په نژدې راتلونکي کي په بولدک، پنجوايي، دامان او ډنډ ولسواليو کي د بشپړ روغتيايي مراکزو د جوړېدو چاري پيلوي. هغه زياته کړه چي د دې تر څنګ به ځينو ولسواليو ته ۱۵۰ زرنج امبولانسونه هم ورکړي څو د عاجلو ناروغيو د درملني لپاره استفاده ځني وسي. نوموړي داراز وويل چي په نلغام سيمه کي به يو د عاجلو امراضو د تداوۍ مرکز هم جوړ کړي.
مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري په ورته وخت کي د حوض مدد له ۳۰بستريز روغتون، د ناخوني کلي له روغتيايي مرکز او د پنجوايي د بشپړ روغتيايي مرکز څخه هم ليدنه وکړه او عامي روغتيا رياست ته يې د يادو مراکزو د برېښنا، د ودانۍ د ترميم او ځينو نورو لوازمو په اړه سپارښتني وکړې او د سيمي خلکو ته يې ډاډ ورکړ چي د دغو کلينيکونو په تجهيز کي به همکاري وکړي.

۲۸ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه