کابل کې سلګونو ښځينه وو ته د کاري موکې پيدا کېدو په موخه غونډه جوړه شوه

Shaza
ليکوال Ahmed Lodin

په کابل کې د مېرمنو لپاره د کاري موکو د پلټنو او پيدا کولو په موخه د “پروموټ” پروژې د کار زده کړو نجونو اومېرمنو او دولتي ارګانونو د استازو ستره غونډه ترسره شوه.

په دغه غونډه کې چې د ٢٦وزارتونو او يوشمېر خپلواکو رياستونو د لوړ پوړو استازو او چارواکو په شتون کې ترسره شوه، د ياد شوې پروژې له ٥٠٠ ډېرو زده کوونکو نجونو او مېرمنو ګډون کړى و.

د ښځو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ مرستيالې، سپوږمۍ وردګ رسنيو ته وويل چې په دغه غونډه کې د دولت په ملکي ادارو کې د دغو کار زده کوونکو لپاره پر کاري موکو بحث وشو.

د هغه په وينا، د دولتي ادارو استازو په ملکي دولتي ارګانونو کې په دغه پروژه کې د شاملو نجونو او مېرمنو لپاره د کاري موکو د په نښه کېدو ترڅنګ، د مختلفو پستونو لپاره د غوښتنو د وړاندې کولو څرنګوالى مشخص کړ .

سپوږمۍ وردګ وويل چې د پروموټ پروژه دوه کاله مخکې پيل او ټاکل شوې ده چې ورسره سم د پنځو کلونو په اوږدو کې له اووه زره ډېرو نجونو او مېرمنو ته په ښوونيزو ادارو کې د کار اړونده برخو کې زده کړې ورکړل شي.

مېرمن وردګ وويل چې د ښځو چارو وزارت کابو دوې مياشتې وړاندې د دغې پروژې د مالي ملاتړي په توګه د امريکا د نړيوال پراختيايي پروګرام له ادارې سره هوکړه ليک لاسليک کړ چې پر بنسټ يې د دغې پروژې په اجرايي برخه کې د اسانتيا، څارنې او همغږۍ په برخو کې مرسته وکړي.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې،تر اوسه پورې په دولتي ادارو کې کابو زر تش بستونه په نښه شوي او په دغه پروژه کې شاملې مېرمنې او نجونې کولاى شي چې د خپلې خوښې پستونو لپاره غوښتنليک ورکړي.

پروموټ (Promote) پروژه د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې (USAID) په مالي مرسته او په حکومتي ارګانونو کې د مېرمنو د شتون د زياتېدو په موخه پيل شوې ده.

په دغه پروګرام کې، له ١٨ تر ٣٠ کلنو نجونو او مېرمنو چې له ١٢ټولګي يا پوهنتون څخه فارغ شوې وي او په حکومتي ارګانونو کې له کار کولو سره علاقه ولري، جذب او په اړونده برخو کې روزنه ورکول کېږي.

په افغانستان کې د امريکا د نړيوالې پراختيايي ادارې مشر هربي سميټ وويل:”دا د هغو مېرمنو لپاره يو مهم ګام دى چې له خپل دولت سره په کاري موکو کې بلدې شي او پوه شي چې څنګه کاري ډګر ته داخل شي.”

د هغه په وينا، تر اوسه پورې ١٧٠٠ مېرمنې او نجونې چې له ١٢ ټولګي يا پوهنتون څخه فارغې دي په کابل، هرات، بلخ، کندهار او ننګرهار کې يې په ښوونيز پروګرام کې برخه اخيستې او ١١٨تنو يې د يو کلنې ښوونيزې دورې له بشپړېدو وروسته په دولتي جوړښتونو کې دايمي دندې ترلاسه کړې دي.”

په کابل کې يوې زده کونکې شريفې موسوي وويل:” دلته مو داسې مضمونونه وويل چې په پوهنتون کې موږ ته نه تدريس کېدل؛ د بېلګې په توګه کاري پاليسي او نور پروګرامونه و چې پر موږ يې ښې اغېزې لرلې دي.”

نوموړې له حکومت څڅه وغوښتل چې د ځوانانو وزکاري جدي ونيسي او د هغو کسانو لپاره دې د کار موکه برابره کړي چې درس يې ويلى او په ځانګړو برخو کې يې زده کړې کړې دي.

۹۵ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه