د قابله ګانو سره د طبي سامانونو مرسته وسوه .

20535960_1865135447148049_34005271_o
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د عامي روغتیا ریاست لخوا د قابله ګانو سره د طبي سامان الاتو مرسته وسول.
د کندهار د عامي روغتیا د ریاست په همکاري د حمایت پروګرام په مرسته د خانه قابله پروګرام په نوم د قابله ګانو سره د طبي سامان الاتو مرسته وسوه.
د دغو قابله ګانو شمېر اووه تنو ته رسیدی او ټول سامان الات ددي لپاره ورکړل سول چي د مور او ماشوم د مړني په کچه کي کموالي راولي.
د عامي روغتیا سرپرست رئيس ډاکټر محمد عظیم زمریال وویل چي د نویو زیږیدولو ماشامونو مړينه په افغانستان کي په ځانګړی توګه بیا په کندهار کي زیاته ده.
زمریال وویل د دې مرستي څخه يي هدف د قابله ګانو د خدماتو معياری کول دی.
بل خوا بیا قابله ګاني د دغو مرستو څخه خوشحاله وی او وايي چي دغه سامان الاتو ته دوی ډېره اړتیا درلوده.
دوي وايې چي په خپلو کورنو کي به په معیاري شکل د ناروغانو تداوي کوي.
په کندهار کي د خانه قابله پروګرام له لاري پر داسی مهال د قابله ګانو سره د سامان الاتو مرسته کېږي چي زیاتره وختونه د امکاناتو د نشتون له امله میندی خپل ژوند له لاسه ورکوی.

۱۳۱ ټول کتل سوی شمېر ۸ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه