طالبانو د ايران په مرسته د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد کړى دى

Band
ليکوال Ahmed Lodin

د نيمروز سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د کمال خان بند پر تاسيساتو بريدکړى چې د امنيتي ځواکونو د مقاومت له امله له ماتې سره مخ شوی دی.
يوې امنيتي سرچينې چې د نوم له خپرېدو يې ډډه کړې رسنيو ته ويلي ، چې تېره شپه يوه بجه وسله والو طالبانو د کمال خان بند پر تاسيساتو بريد کړی .سرچينې ويلي چې وسله وال طالبان پر شپنيو دوربينونو سمبال وو او د بند له لوېديځ لوري يې بريد وکړ چې د امنيتي ځواکونو له ماتې سره مخ شو . سرچينې زياته کړې چې په دې بريد کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي چې د دوى د وژل شوي ډلمشر جسد د جګړې په ساحه کې پاتې دى.
د نيمروز د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد مسعود ويلي چې په دې بريد کې څلور طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى. خو طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي چې دوى پر کمال خان بند نه بلکې له بند څخه لرې پر امنيتي پوستو بريد کړى او په دغه بريد کې طالبانو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
خو يو شمير سرچيني وايي ، چي طالبانو دا بريد د ايران په مرسته کړى دى او ايران هڅه کوي چي د افغانستان پر پولو پراته بندونه چي له دوى يي اوبه راګرځولي دي ويجاړ کړي .
کمال خان بند د نيمروز د مرکز زرنج ښار په ٧٥ کيلومترۍ کې په چهاربرجک ولسوالۍ کې د هلمند پر سيند واقع دى. دغه بند درې برخې لري چې د جوړېدو لګښت يې له سل ميليون ډالرو زيات اټکل شوى . د دغه بند د درېيمې (وروستۍ) برخې کار د روان کال د وري په مياشت کې د ولسمشر محمداشرف غني له خوا پيل شو.

۳۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه