په کندهار او زابل کې ۶۰ وسله والو او ۱۷ سرحدي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Taliban
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار ولایت د معروف او ارغستان ولسواليو تر منځ د وام درې په سیمه کې وسله والو د سرحدي پولیسو پر دوو پوستو بریدونه کړي چې پر مهال یې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني وايي ، وسله والو تېره شپه دوولس بجې په یاده شوې سیمه کې پر دوو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل چې پولیسو یې پر وړاندې مقاومت وکړ او د دواړو لورو تر منځ د سهار تر پنځو بجو جګړه روانه وه.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دی وايي، په وژل شوو کې د غیرت په نوم د وسله والو قوماندان هم شامل دی.

د ده په خبره، په دې جګړه کې درې سرحدي پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

بل خوا د زابل ولایت اړوند په شملزو ولسوالۍ کې هم د سرحدي سرتېرو پر پوستو په بریدونو کې وسله والو او پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بریدونه د یادې شوې ولسوالۍ اړوند د جمعه خان کلي پر امنیتي پوستو شوي چې د ډيورنډفرضي کرښې په صفري برخه کې پروت دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی وايي، لسګونو وسله والو تېره شپه په یاده شوې ساحه کې د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوستو بریدونه کړي چې د دواړو لورو تر منځ درنه جګړه شوې ده.

نوموړي وویل، په دې جګړه کې لس وسله وال وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي او دغه راز څلور سرحدي پولیس هم وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

خو د شملزو ولسوالۍ یوه امنیتي سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۱۵ سرتېري وژل شوي او وسله والو یوه اندازه سپکې او درنې وسلې هم وړې دي.

وسله والو طالبانو تر دې مهاله رسنیو ته په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې د شپې له پلوه پر امنیتي پوستو د وسله والو بریدونه ډېر شوي دي.

وسله وال د دغو بریدونو پر مهال د شپني دوربین لرونکو وسلو کار اخلي چې په پایله کې یې امنیتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوړي.

۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه