توره بوړه کې د داعش وسله والو د چاودېدونکو توکو يوه زېرمه کشف شوه

images
ليکوال Ahmed Lodin

ننګرهار ولایت پچیراګام ولسوالۍ کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لوري د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د داعش وسله والو د مهماتو او چاودېدونکو توکو یوه زېرمه ونیول شوه .

په ختيځ کې د ۲۰۱ سيلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول جګړن شيرين اقا فقيري رسنيو ته وويل، د ګډو افغان ځواکونو له لوري د ننګرهار پچيراګام ولسوالۍ اړوند توره بوړه سيمه کې د داعش وسله والو د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه.

هغه وويل، په دې ډیپو کې ۱۲ حقلې د پرسونل ضد ماینونه،۴۴ فيوزه ماینونه،۱۱ د بيم يک مرمۍ، لس کيلو د کاربت تېږه،۳ کیلو د فیشنګ باروت او يوه اندازه نور توکي او تجهیزات شامل دي.

د فقيري په وينا، د يادې زېرمې په کشف سره يې داعش وسله والو ته د وسلو په برخه کې درنه ضربه اړولې ده.

نوموړی ډاډ ورکړ چې د دې عملیاتو پر مهال امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی .
داعش وسله والو په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي

۵۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه