امنیت شورا پر شمالي کوریا بندیزونه ولګول

Ami
ليکوال Ahmed Lodin

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا له خوا د وروستیو توغنديزو ازموینو په غبرګون کې پر دغه هېواد نوي بندیزونه لګولي دي. پر پیونګ یانګ په نویو لګول شويو بندیزونه کې د دغه هېواد صادرات او پانګونه په نښه شوې ده.
پر شمالي کوریا دغه بندیزونه د جولای میاشتې د هغو ددو توغندیو تر توغونې وروسته ولګېدل چې شمالي کوریا ادعا کوي د امریکا تر خاورې رسېدای شي. د شمالي کوریا له خوا د توغندیو ازموینه د جاپان، جنوبي کوریا او امریکا له توندو غبرګونونو سره مخامخ شوه او په غبرګون کې يې د نویو بندیزونو نوملړ چمتو کړ.
چین ته د ډبرو سکرو، کاني ډبرو او نورو خامو موادو پر لېږد، چې د شمالي کوریا له عایداتي سرچینو ګڼل کېږي، بندیز لګېدلی دی. شمالي کوریا په کلني ډول د کاني موادو له پلورلو ۳ میلیارده ډالر تر لاسه کوي، چې د نویو بندیزونو له امله به یې عاید یو میلیارد کم شي.

۸۷ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه