کندهار : اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

Kandahar
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : خبري څانګه ( کندهار ) :
د کندهار د رېګستان او ښوراوک ولسواليو ترمنځ د سرحدي پولیسو په عملیاتو کي اتو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
دغه عملیات ډيورنډ کرښي ته په نژدو سیمو کي سوي.
د کندهار د پولیسو ویاند ضیا دورانی وايي، چي عملیات سهار پيل او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.
هغه زیاته کړه، د عملیاتو پر مهال وسله وال تر ډيورنډ کرښي اوښتل، چي د سرحدي پولیسو له برید سره مخامخ سول او د څو ساعته جګړې پر مهال څلور وسله وال ووژل سول او څلور نور ټپیان سول.
دده په وینآ، چي په جګړه کي ټپیان ها غاړي ته د درملني لپاره انتقال سوي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

۳۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه