روح الله!

روح الله جان د حاجي موسی جان لودین زوی د نن څخه ۱۵ کاله مخکي د ارزګان ولايت په دهراود ولسوالۍ کي دې نړۍ ته سترګي غړولي دي؛ دی د يو نيم کالو وو چي کندهار کورنۍ يې کندهار ته راستنه سوه. روح الله جان پر ديني زده کړو سربيره يې عصري زده کړي هم تر سره کړي، چي تر دامهاله د کندهار ولايت په صوفي صاحب زدکور عالي ليسه کي په لسم ټولګی کي خپلي زده کړي ترسره کوي؛ روح الله جان د علم، پوهي، او زده کړي سره بې کچي مينه او علاقه لري، چي د همدې پوهي په مټ د خپلو همزولانو په قطار کي مخته روان دئ. روح الله جان نه يوازي دا چي زده کړي کوي، بلکي د عصري زده کړو سره په څنګه يې ۶ کاله په مېرمن راډيو کي د نطاق يا وياند په توګه دنده اجرا کړېده. له هغه څخه راوروسته يې د زده کړيزي همکار تر عنوان لاندي د کوچنيان لپاره يو پروګرام په لاره اچولی چي ددې پروګرام له لاري به د هغو تنيکو او کوچنيو زده کوونکو سره چي د زده کړي په برخه کي له درسي موادو لکه : قلم، کتابچه، بستۍ، فرشونه، تختې او… داسي نور شيان تر اړو زده کوونکو پوري د تجارنو په مالي مرسته رسوي. روح الله جان د هيواد د نوي نسل له ښې اينده لروونکو ځوانانو څخه دئ، چي په راتلونکي به ددې هيواد لپاره د خدمت او د وطن د درد لپاره درمل کيږي او په تر خپل وس او توان پوري به ددې هيواد په جوړېدو کي مرسته کوي؛ موږ هم ددې تنکي او بريالي ځوان د لا پرمختګ لپاره لاسونه لپه کوو او د خدای ج له درباره څخه ددې وطن هر ځوان دده په څېر د علم، پوهي او زده کړي په پراخه ګاڼه سمبال غواړو. په درنښت

۳۶۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه