په کابل کې د امریکا سفارت په سرپل کې د ملکیانو وژنه غندلې

saripul-map
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : نجيب اسد ( کابل ) :
په کابل کې د امریکا سفارت په سرپل ولایت کې د لسګونو ملکیانو او محلي پولیسو وژنه غندلې ده.

د متحده ایالاتو سفارت پرون په یوې اعلامیه کې وویل، د بې ګناه کلیوالو او د هغو کسانو چې د ملکیانو ساتنه کوي اعدامول یو ځل بیا دا ثابته کړه چې تروریستي ډلې د شر ځواک دی.

په اعلامیه کې راغلي دي چې امریکا د افغانستان د حکومت او ولس ترڅنګ ده او د وسله والو دا ډول وحشیانه بریدونه په شدت غندي.

د سرپل چارواکو پرون وویل چې داعش او طالبانو د سرپل په میرزا اولنګ سیمه کې ۵۰ ملکیان وژلي او شاوخوا یو نیم سل نور کسان يې تر محاصرې لاندې دي.

طالبان بیا د میرزا اولنګ په سیمه کې خپل برید تائیدوي خو دا ردوي چې له داعش سره يې یو ځای ملکي وګړي وژلي دي.

۷۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه