په لاهور کې چاودنې درانه تلفات اړولي دي

Lahore
ليکوال Ahmed Lodin

د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې موټر بم چاودنه شوې، چې د چارواکو په خبره لسګونه کسان یې ټپیان کړي دي.
د لاهور ښار د امنیتي چارواکو په وینا، دغه موټر بم چاودنه تېره شپه ناوخته د لاهور د بنډ روډ په اوټ فال نومي سیمه کې وشوه چې ۳۴ کسان یې ټپیان کړي دي.
د چارواکو په خبره، چاودېدونکي توکي د میوې په یوه موټر کې ځای پرځای شوي وو، چې له امله یې د چاودنې په ځای کې نږدې ۵ فوټه ژوره کنده جوړه شوې او شاوخوا ودانیو ته یې زیان اړولی دی.
د یاد ښار د پولیسو یوه مشر حیدر اشرف له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، له لومړنیو څېړنو داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي د مېوې په هغه موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې په دغه سیمه کې ولاړ و. هغه ویلي، چاودنه په داسې وخت کې شوې، چې هلته دومره خلک نه وو، که نه درنه مرګ ژوبله به یې اړولې وه. په ټپیانو کې د ځینو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

۵۶ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه