د ژورنالیزم اخلاق

99
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د خبريالانو مرکز ( کندهار ) :

که څه هم د ژورنالیزم لپاره ډېر نور اخلاقي معیارونه هم سته خو په لنډه توګه د ژورنالیزم ځینې مهم اخلاقي آرونه په لاندې ډول دی .
۱-د خلکو پر وړاندې د مسوولیت رښتینی احساس، د هر ژورنالست لومړنۍ دنده ده.
۲-خبریال باید تل حقیقت ولیکي او له درواغو کلک پرهېز وکړي.
۳-ژورنالست باید بې پرې وي او د راپور لیکنې پر مهال د هیچا پلوی و نه کړي.
۴-ژورنالست باید تعصب ته لمن و نه وهي.
۵-ژورنالست باید نه له چا نه رشوت واخلي او نه چا ته رشوت ورکړي.
۶-ژورنالست باید د قومي، حزبي او نورو ډلو له ستاینو څخه ډډه وکړي.
۷-ژورنالست باید د چا شخصیت ته سپکاوی و نه کړي.
۸-د ژورنالست ګټې باید د هغه پر کار باندې اغېز و نه کړي.
۹-ژورنالست باید د مرکې پر مهال له هغه چا سره چې مرکه ورسره کوي، په ادب چلند وکړي.
۱۰-خبریال باید د دولتي یا نا دولتي چارواکو لخوا هیڅ ډول فشار و نه مني او په اطلاعاتو کې له لاسوهنې او سانسور څخه ډډه وکړي.

Kandahar Journalists Center

۷۶ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه