ګنهګار ته لنډه کتنه

لیکوال: فرید امید
Naella ناول له ایټالوي ژبي څخه جوړه کلمه ده ، چي لومړى انګرېري ژبي له هغې اردو او بيا پښتو ژبي او ادب ته راغلې ده. . لغوي مانا يې فرهنګونه، نوى عجيبه او تازه څېز ښودلې ده د ناول لپاره ډېرو ادبپوهانو بېلا بېل تعريفونه وړاندي کړي، چي دغه تعريفونه تر ډېره ځايه سره ورته دي او ګډ مفهم افاده کوي ” ناول هغه نثري کيسه ده، چي په نوي انداز عجيبه او حيرانونکې فضا او تجسس له ژوند سره د تړلړ مسايلو ترجماني کوي” يا په بل عبارت: ناول هغي نثري کيسې ته وايي، چي له لنډي کيسې څخه لوى او له رومان څخه کوچنى وي . يو بل تعريف يې داسي هم سوى دی ناول هغه نثري کيسه ده، چي موضوع يې انساني ژوند وي او ليکوال پکښي د ژوند بېلا بېل اړخونه په خورا شاعرانه ډول سره وړاندي کوي. دا، چي د موضوع څخه ليري ولاړ نه سم غواړم، چي تاسو درنو ته د ځوان او نازک خياله شاعر او ليکوال”مقتصد ستړي” ګنهګار ناول در و پېژنم او د دغه ناول پر موضوع، ژبه، انځور پيل، منځ او پاى در سره خبري وکړو هر انسان د ژوندانه په بهير کي له لوړو او ژورو سره مخامخ سوئ ،ستونزي او مشکلات یې ليدلي هيلي او اميدونه يې خاوري سوي ځينو خو يې دا هر څه د خپلي سينې په قفس کي لکه بندي مرغۍ بندي ساتلي ، د زړه وينه او د ژوند خواږه یې د دغي مرغۍ خوراک ګرځولي او ځينو بيا دغه ربړونه د قلم په ژبه پر سپين کاغذ توري توري کرښي راکښلي … د ګنهګار ناول ليکوال هم، هغه څوک دئ، چي ژوند يې له ستونځو ډک هيلي یې لکه ياغي مرغۍ الوتي،يې خاوري سوې سترګي یې لکه د شبګير تل د ميني په ياد سرې ساتلي او دغه سر ې سترګي يې د ميني سمبول ګرځولي ګهنګار ناول د مقتصد ستړي لومړى نثري چاپي اثر دئ، چي په دې وروستيو د ۵۰۰ په تېراژه له چاپه راوتى دئ… ګهنګار د رنګه پښتۍ په لرولو سره په ژېړ اخباري کاغذ په ۱۲۲ مخونو کي د چاپ وياړ تر لاسه کړئ … د ناول په لومړيو مخونو کي ليکوال خپلي خبري کړي او وايي: کېداى سي د دې کتاب” ګنهګار ” په ليکلو قلم رنګ را تمام کړي او مرور غوندي د کتابچې څنډي ته ورغړي ،په رښتيا کولاى سم و وايم ژوند د يو وحښتناک ځنګل مزل دئ ګام پر ګام د ډارونکي ځناورو د اوبو په نېستۍ د تيارو په غېږ کښي د څو رنګه خوځندو سره يو ځاى سرې شپې تېرول دي . بل ځاى وايي: وخت تر ټولو ښه کره کتونکى دئ هغه کولاى سي ښه او بد سره بېل کړي او راتلونکي زمانې ته يې د اصلاح لپاره وړاندي کړي ،دې کتاب په ليکلو ارام سوم او د ماضي د درد کيسه مي له زړه او روح څخه پاکه وڅنډل سوه ، لکه څنګه چي وړاندي مي د ناول په درېيم تعريف کي وويل، چي” د ناول موضوع او محتوا به د انساني ژوند کيسه وي او ليکوال به په شاعرانه او خوږه ژبه لوستونکو ته وړاندي کوي.” د دې تعريف يو څرګنده بولګه (بېلګه) هم ګنهګار ناول دئ ،د خپل ژوندانه بهير په دغسي شاعرانه الفاظو، ميني او عاطفې سره وړاندي کړ، چي لوستونکى بلي خواته نه پرېږدي… په دې ناول ” ګهنګار” باندي ( به زړه د آسمان چوي ) تر سرليک لاندي عصمت زهير ليکي: درد، چي تر حد سېوا سي نو دردمن او پرهر، پرهر زړه خو به د درد له څړيکو يو څو ګنهګاري چيغي باسي يو حساس او ويښ ليکوا ل يو سپېڅلی شاعر او سالم ضمير لرونکى د شعور څښتن، چي د تيارو مخالفت و نه کړي د ټولنيزو ناخوالو او ستونځو په خلاف احتجاج و نه کړي او د درد چيغه ټپه نه کړي نو به نور څه کړي… . ګنهګار ډېر تاندي هيلي زندۍ کوي د خپلو ارمانونو په مرۍ پښه ږدي … ښاغلى زهير ليکي ” ګنهګار” منافقتونه بربنډ وي او د واقعتونو د روښانولو په پلمه د ژوند ازغن بار ته لوڅه شاه ور کوي ، پر ګهنګار سریزه ښاغلي ډاکټر لياقت تابان کښلې ده او لیکي : د مقتصد ستړي دا کيسه څه ده؟ د ژوند د تلخو(ترخو) حقايقو څه پرده پورته کول د خاوري خاينين په ګوته کول پردي ګوډاګيان غندل ،وايي … د دې کيسې د ژانر په هکله به دومره ووايم، چي دا د يو ژوندي ليکوال کيسه ده ، دې ته ژوند ليک ويل کېداى سي لاکن ژوند ليک د يو چا د ټول ژوند احاطه کوي دا چي دلته د ژوند ټول پړاونه ترسره سوي نه دي ځکه بشپړ ژوند ليک نه دئ . دوهم دا داستان او چرک دئ، او چرک د هغه انسان کيسې ته ويل کيږي، چي کار او جنګ کوي . ښاغلي تابان په خبره”ګنهګار” په زړونو کي حماسه، مينه، وطن دوستي، هيواد پالنه په مستۍ راولي او ډېر پټ رازونه افشاء کوي… د ګنهګار محتوا دناول ليکوال د خپل ژوند ډېر اړخونه په ناول کي څرګند کړي هغه ستو نځي او مشکلات، چي دى د ژوند په بهير کي ور سره لاس او ګرېوان سوى ويلي او هغه حقيقتونه يې بربنډ کړي، چي لا تر اوسه پټ پاته دي هغه ناولي څېرې یې را پېژندلي، چي په سپینه جامه کي ځناور دي او هر لاروي ته خولې اچوي ،ميني ته د نفرت اور بلو ي سوځي يې او پر سکروټو يې خپل لاسونه تود وي … د ناول ليکوال مقتصد ستړى د ميني تږى دئ، داسي تږى لکه مځکه، چي د باران تږې ده، لکه کبان، چي د خوړ په لږو اوبو کي د ډېرو اوبو تنده په سر وهي ، خو مقتصد خپل مرام ته رسي او بلاخره مينه تر لاسه کوي د هيلو غوټۍ یې غوړیږي، زرغونېدا یې تر غوټيو رسيږي او کله چي سپړل کیږي د کوم نامرده په لاسونو قتليږي هيلي يې مړاوي کيږي، د ځوان، اميدونو ريښې يې ایستل کيږي او د تل لپاره بې ميني پاتيږي… مقتصد ستړى د دردونو په سمندر کي لويږي پر بې وسو اوږو درانه د غم پېټي نه تر منزله وړاى سي او نه يې د اوږو غورځوی سي د دي ناول محتوا هم دغسي درد، مينه، وطنپالنه تشکلو ي … د ناول ژبه : ژبه يې ډېره ساده، روانه او عام فهمه ده په هر جمله کي یې ډېر ښکلي انځورونه سته چي د انسان په ذهن کي ښه مجسم کيږي د ناول د ځانګړنو څخه يوه همدا ده، چي ښکلى انځور ولري، رنګيني تابلوګاني ولري او دا رنګيني تابلوګاني به د لوستونکي د ذهن پر دېوال داسي را ځوړند سي، چي کلونه تېر سي خو دا تابلو به لا ځوړند وي زه د خپلو خبرو د اثبات لپاره څو بېلګي وړاندي کوم: “زما لاس یې پرېښود او د ادې لاس یې ونيو، بل لاس یې غوږ ته يوړ ورو غوندي یې وويل: لمونځ کړم ادې ژر په کټ سرپېره د پلار مخي ته بالښت کښېښود په بالښت یې مصله ور هواره کړه تر څو په اشاره لمونځ ادا کړي کله چي هغه دواړه لاسونه غوږو ته ور سوله يوه شېبه یې همداسي نيولي وو، چي ماما ږغ کړه پښې او لاسونه یې در سم کړئ… .” تاسو وګورئ په پورته خبرو کي څومره زور او قوت پروت دئ، څومره عاطفه که ووايم د کاڼي زړه به هم اوبه سي مبالغه به مي نه وي کړې. یوه بله نومونه یې وګورئ : په موټر کښي کښېاستم ژوند مي وليد، چي ډېر په بېړه روان وو، انسانان د يو بل څه د مخکي تلو هڅه کوله، د اوبو غاړي ته ودرېدم د ژوند شېبې مي لکه اوبه بهېدې د ونو پاڼي يې لکه زما ناکامي هيلي له ځانه سره وړې… . ژوند غيري حسي دئ خو د ناول کښوونکي کمال کړی هغه یې حسي کړئ او حتا په سترګو یې ليدلى دئ ژوند د اوبو په څېر بهيول دا نوى ترکېب دئ او د مقتصد ستړي لېاقت په ګوته کوي د پاڼو ستنېدل او هغه د خپلو ناکامو هېلو سره ورته بلل دا ټول هغه انځورونه او ترکيبونه دي، چي د ناول کښونکي ذهني وړتيا څرګند وي . يا دا: “کړکۍ خلاصه سوه پرده يې شمال ته لکه د يو چا د کميس لمن نڅېدل” مقتصد ستړى بلا کوي پرده له د چا لمن نڅوي دا دې ته ورته نادره ترکيبونه او تشبيه ګاني هم د ده په نظم که سته هم په نثر کي . په ګنهګار کي ارواپوهنه: کله چې انسان له ډېرو ستونځو سره مخامخ کيږي دردونه ويني يا هم نوري ستري ستري ستونزي وراته را وړاندي کيږي نو طبعا” انسان د ذهني ګډوډيو سره مخ کيږي، کله چي د چا د ميني خواږه په تراخو بدل سي او دا خواږه یې لا څکلي نه وي نو به هغه څومره ناارامه وي د ګنهګار ناول ليکوال مقتصد ستړى هم يو له دغو ناهيلو او دردمنو څخه دئ خو هغه د وخت په تېرېدو سره خپل له لاسه وتلى زغم تر لاسه کوي حوصله یې زياتيږي هيلي یې سر وهي که څه استاد یې ورته ویل : … ته وګوره په مخامخ هنداره کي تر څو پوه سې زه ولي درته غصه يم آيا ستا پام نه دئ نن څه وړ ښکارېږې لکه يو ګنهګار چي شراب څښلي وي يا هغه قاتل چي ډېر انسانان يې قتل کړي وي ،، يا هم ډاکټر دې ناهيلي مين ته تسلي ور کوي هغه بيرته نوي ژوند ته را ستنو ي غواړي، چي د ژوند په مفهوم يې پوه کړي ډاکټرد ناروغ د زړه خبري اوري او د دې لاري د ده زړه سپکوي خپل ناروغ ته نوى اميد ور کوي او ورو ورو ناروغ هم عادي حالت ته راځي دا او دې ته ورته نوري مشورې په ناول کي سته او هر ډول ا نا اميده ته اميد ور کوي. چي دا خپله د ارواپوهني سره مستقيمه اړه لري .

۴۳۲ ټول کتل سوی شمېر ۲ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

جان روح الله

تبصره پر وکړه