په کندهار کي د «ټاپي» پروژې د ملاتړ کنفرانس جوړ سو

Tapppp
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کي د ټاپي پروژې د عامه پوهاوي، ولسي ملاتړ او اقتصادي اهميت په موخه کنفرانس جوړ سو.
دا کنفرانس نن سهار په ولايت مقام کي جوړ سوی وو چي د کندهار والي زلمي ویسا تر څنګ د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ مرستیال میر احمد جاوید سادات، د ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب، د ولايت مقام د ټولنيزو چارو مرستيال حاجي اغالالی دستګيري، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خوني مرستیال حاجي محمد یونس مهمند، د ولسي جرګې غړي بي بي حمیدې، د ولايتي شورا غړو، ولسوالانو، د ولسواليو امنيه قومندانانو، ديني علماوو، متنفذينو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د دې نلليکي پر جوړېدو له ۵ څخه تر ۶ ميليارډه ډالر لګښت راځي چي په ۳ يا ۴ کالو کي به بشپړه سي. افغانستان د دې پروژې له برکته له کاله ۴۰۰ ميليونه ډالر يوازي د ټرانزيټ له لاري ترلاسه کوي. په کومو سيمو کي چي د ټاپي نلليکه تيريږي، د هغو سيمو خلکو ته کاري فرصتونه ايجاديږي. منځنۍ اسيا له جنوبي اسيا سره نښلول کيږي او افغان حکومت ټولي هغه سيمي چي نلليکه پکي تيريږي، له ماينونو او امنيتي تهديدونو پاکوي او ۷زره ځانګړي ځواکونه په هغو سيمو کي په دنده ګماري.
کندهار والي زلمي ويسا «ټاپي» يوه ملي پروژه وبلله او ويې ويل چي د دې ملي-اقتصادي پروژې ګټي پر کندهار سربېره ټول هیواد او سيمي ته رسیږي. کندهار والي په ټاپي پروژه کي د علماوو او قومي مشرانو رول مهم وباله او ویې ویل چي د دې پروژې لپاره زموږ د خارجي او داخلي دښمنانو د شومو اهدافو په دفعه کولو کي علماء، سپین ږیري، قومي مشران، مدني فعالان او رسنۍ مثبت نقش لوبولای سي. نوموړي ډاډ ورکړ چي د دې پروژې په تطبيق کي به نه يوازي امنيتي ادارې هلي ځلي وکړي، بلکي ټولي اړوندي ملکي ادارې به د دې لپاره زمينه سازي وکړي.
د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ مرستیال مير احمد جاوید سادات کندهار د افغانستان یوه سټراټیژیکه ساحه وبلله او زیاته یې کړه چي ټاپي پروژه د افغانستان او سیمي د هیوادونو لپاره یو خورا ښه اقتصادي فرصت دی. دا یوه ولس محوره پروژه ده چي په تطبیق کي یې ولس ته زیات رول ورکول کيږي.
د کندهار ولایتي شورا رئیس حاجي سید جان خاکرېزوال ټینګار وکړ چي ټاپي نلليکه له هره مسیر تېرېدونکې وي؛ باید د هماغه ځای خلک پکي په کار وګمارل سي، څو د هغوی اقتصادي حالت ښه او د بېکارۍ کچه ټیټه سي.
د کندهار امنیه قومندانۍ د امنيت آمر رحمت الله اطرافي د دې پروژې د امنيت ډاډ ورکړ او ويې ويل په ټولو هغو سيمو کي به چي دا نلليکه تيريږي، امنيتي مسئولين موظف کړي او د دښمن د هر ډول تخريبي فعاليت مخه به ونيسي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خوني مرستیال حاجي محمد يونس مهمند افغان سوداګر له افغانستان دولت سره د دې پروژې په سرته رسولو کي پوره همکار او یاده پروژه یې د هیواد د اقتصادي ژوند لپاره خورا حیاتي وبلله.
د کندهار یو دیني عالم سید زاهدي سیاسي او امنیتي ثبات د اقتصادي ثبات سره تړلی وباله او پر خلکو یې ږغ وکړ چي د یو هوسا او آرام ژوند لپاره د دې پروژې ملاتړ وکړي.
د ويناوو تر پای ته رسېدو وروسته د دې پروژې د اهميت، کاري فرصتونو، پرمختګ او پلان په اړه د ټاپي پروژې مسئول هارون ظريف، د پارلمان غړي بي بي حميدې، د کندهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي رئيس محمد هاشم دقيق، د کندهار سوداګرۍ خوني مرستيال انجنېر عبدالباقي بنا او مدني فعال ميرويس وردک د پېنل د غړو په توګه بحث وکړ او د کنفرانس د ګډونوالو پوښتنو ته يې ځوابونه وويل.

۷۳ ټول کتل سوی شمېر ۳ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه