په کندهار کي ۱۰۰۰ بېوزله کورنيو ته د حيواناتو د توزيع پروژه پيل سوه

IMG_4352
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : سليم سليمان ( کندهار ) :
نن سهار د کندهار ولايت مقام اداري او مالي مرستيال عبدالحنان منيب له خوا د ډېرو بېوزلو کورنيو د پياوړتيا پروژه افتتاح سوه چي له مخي به يې ۱۰۰۰ کورنيو ته د غواوو تر څنګ نور اهلي حيوانات توزيع سي.
د ډېرو بېوزلو کورنيو د پياوړتيا پروژه د ودان موسسې له خوا د زراعت رياست په چوکاټ کي پيل سوه چي له مخي به يې د کندهار ښار تر څنګ په ډنډ او بولدک ولسواليو کي ۱۰۰۰ کورنيو ته حيوانات ورکول سي، څو د مالدارۍ له لاري د هغو کورنيو اقتصاد پياوړی سي.
مرستيال والي عبدالحنان منيب د يادي پروژې د افتتاحيه مراسمو پر مهال خوښي وښوده چي له بېوزلو کورنيو سره د مالدارۍ په برخه کي مرسته کيږي او دا ډول پروژې يې د حکومتولۍ په برخه کي ګټوري وبللې. هغه زياته کړه چي دغه ډول پروژې دي نورو ولسوالیو ته هم وغځول سي، د مېرمنو د لاسي صنعت د پراختيا په برخه کي دي پروژې پلي سي او د اهلي حيواناتو محصولاتو ته دي بازارموندنه وسي.
د کندهار د زراعت رئيس سيد حفيظ الله سيدي وويل چي دا پروژه به د کندهار په ۳ ولسواليو کي دوام وکړي او له مستحقو بېوزلو کورنيو ته به د غواوو تر څنګ بېلابېل اهلي حيوانات ورکول سي.
د ودان موسسې مسئول ډاکټر زهير وويل دا پروژه د ۲ کالو لپاره په کندهار ښار، ډنډ او بولدک ولسواليو کي پيل سوې چي په تېرو شاوخوا ۸ مياشتو کي يې د بېوزلو کورنيو سروې کړې او تر سروې وروسته يې ۱۰۰۰ مستحقي کورنۍ انتخاب کړي چي نن يې د اهلي حيواناتو د توزيع لړۍ پيل سوه.
هغه زياته کړه چي د يوې کورنۍ پر سر به ځينو ته يوه غوا او ځينو ته وزې ورکول سي چي تر يوه کاله به يې مراقبت او صحت هم د دوی پر غاړه وي. د دې تر څنګ دا پروژه اجتماعي او اقتصادي برخي هم لري چي له هري کورنۍ سره به د اقتصادي پياوړتيا په برخه کي هم کار کوي. ښاغلی زهير وايي تر اوسه يې ۱۵۰ کورنيو ته حيوانات توزيع کړي چي تر يوه کاله به هره مياشت دغو کورنيو ته د حيواناتو د خوراک لپاره زر-زر افغانۍ هم ورکول کيږي.

۵۲۸ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه