لويه څارنوالي : د میرزا اولنګ د پېښې په اړه څېړنې ډيري مهمي دي

Azad
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : عبدالله ابدالي ( کندهار ) :
د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د سرپل ولایت د میرزا اولنګ د پېښې په اړه، د څېړنو حکم سوی دی.
لوی څارنوال فرید حمیدي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د هېواد په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په یوې ناسته کې وویل چې د میرزا اولنګ په پېښه کې د بشریت پر وړاندې د یو ستر جنایت نښې لیدل کېږي.
ده وویل، په دې اړه هر اړخیزې او عادلانه څیړنې کېږي
د افغان دولت وسله والو مخالفینو د شنبې په ورځ د سرپل ولایت د صیاد ولسوالۍ د میرزا اولنګ سیمه ونیوله او د سیمې څه باندې پنځوس اوسېدونکي یې ووژل.
وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس لرل رد کړي دي.
سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه سیمه کې شااوخوا پنځه سوه کورنۍ بېځایه سوي چې له ناوړه وضعیت سره مخ دي.
همدارنګه په دغه ناسته کې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، د خلکو د تمې خلاف، په سرپل ولایت کې د سیمه ییزو خلکو د وژلو په مخنیوي کې، کمزوری عمل سوی دی.
په ورته وخت کې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون، د میرزا اولنګ د پېښې د څېړنو لپاره، د لوېې څارنوالۍ اقدام ستايي.
د دغه کمېسیون اجرائیوي رئیس موسی محمودي هیله وښوده چې د دغې څېړنې نتایج په هېواد کې د معافیت فرهنګ ختم کړي.
ښاغلي محمودي وویل، د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون هم د سرپل ولایت د میرزا اولنګ په سیمه کې د عامو خلکو د وژلو په اړه خپلې لومړنۍ څېړنې بشپړې کړي، خو په دې تړاو یې ډېر جزیئات ور نه کړل.
افغان امنیتي ځواکونو ویلي چې د سرپل ولایت صیاد ولسوالۍ ته نوي ځواکونه تللي او ډېر ژر به د میرزا اولنګ د سیمې د بېرته نیولو عملیات پیل کړي.

۴۹ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه