اختر منګل پاکستان بلوچستان ته په ترهګرۍ ور وړلو تورن کړ

bbb
ليکوال Ahmed Lodin

سرچينه : بي بي سي
د بلوچستان د ملي ګوند مشر او د دغه ایالت پخوانی سر وزیر سردار اختر مینګل وايي، بلوچستان کې د ملتپال غورځنګ د له منځه وړلو لپاره حکومتي ادارو له نورو سیمو دغه ایالت ته ترهګري ور وړې ده.
د پاکستان د جوړېدلو د ۷۰ کلیزې په بهیر کې د دغه هېواد پر تېر، اوس او راتلونکي له سیاستوالو سره د بي بي سي د ځانګړو مرکو (د پاکستان لرلید) کې ښاغلي مینګل وویل، چې بلوچستان کې روانه ترهګري پېژندل د حساب پوښتنه نه ده او هر څوک پر پوهېږي.
“د مذهبي توندلارۍ خپروونکې ډلې ډاډه ګرځي، له دوی سره د ادوارو پېژندپاڼې وي”.
اختر مینګل وايي، داسې انځورونه یې لیدلي چې پکې د ترهګرۍ جرمونو اصلي مطلوب کسان له سټبلېشمنټ سره څنګ په څنګ پکې ولاړ وي.
پاکستان په بلوچستان کې د روان کړکېچ پړه د هند پر څارګره اداره اچوي. خو سردار اختر مینګل وايي، که نوی ډېلی په دغه کشاله کې لاس لري بیا هم لامل به یې اسلام اباد وي.
“زه دا نشم ویلی چې هند په بلوچستان کې ښکېل نه دی، هغه به وي، خو دا چانس هم موږ په لاس ور کړی دی، که موږ د چا په کور کې لاسوهنه کوو، نو هغه به یې هم کوي، دا له دواړو لورو وي، چې نه یې غواړو”.
نوموړي بلوجستان کې د وسلوالو په لاس د بې ګنا خلکو وژل هم وغندل، خو ویې ویل، دغه ایالت کې سیاسی هڅې له منځه وړل شوې، سیاستوال ورک کړل شوي او نتیجه یې دا شو ه چې ځوانان ناهیلي شوي.
هغه دا هم وویل، چې که سټبلېشمېنټ خپل فکر بدل نه کړي پاکستان به د تیارو لور ته لاړ شي.
“ماته پاکستان په تیاره کې ښکاري، داسې مشرتابه نشته چې رڼا ته یې بوځي”.

۱۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه