په کليو او بانډو کي د سولي دپاره د يوناما هڅي رواني دي

IMG_7613
ليکوال Ahmed Lodin

په کندهار کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یوناما په ملاتړ د سولي په موخه دوه ورځنى ورکشاپ جوړ سو.
په ورکشاپ کې د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالي دستګيري ، د سولي د ولايتي شورا مشر ، د پنجوايی او میوند ولسواليو قومي مخورو ، دولتي چارواکو او سیمه ایزو مشرانو ګډون درلود .
په ورکشاپ کي په دې بحث وسو ، چې څنګه کیدای سي په ناامنو سیمو کي سوله او سو کالي راسي.
د ورکشاپ ګډونوالو د سولي او بیا روغي جوړي په ارزښت خبري وکړ او د اوسني تاو تریخوالي او بد بختيو یوازني حل یی په سو له کي یاد کړ.
په دي ورکشاپ کي د پنجوایی ولسوالۍ استازو ، چي فعلا په یوه ډاډمنه فضا کي ژوند کوي، خپل د سیمی د سولي د راوستلو په هکله خپل تجارب د ورکشاپ د ګډونوالو سره شریک کړل او د سو لی په شتون کي یی د خپلی ولسوالۍ د هر اړخیز پر مختګ لامل یی سوله په ګوته کړ.
د یو ناما سیمیز دفتر مسولینو ګډونوال دې ته و هڅول چی په خپلو سیمو کي د سولی لپا ره کار وکړي او په دی هکله عامه پو هاوي عام کړي.
د یوناما مشر تابه ډاډ ورکړ چی دوى به د هري هغي هڅی ملا تړ وکړی کوم چي د سولي سبب ګرځي.
د ورکشاپ په پای کی و ټولو ګډونوالو ته د یو ناما له طرفه تر تیب سوي ستاینلیکونه هم ورکول سول .

۵۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه