ټرمپ:د افغانستان په اړه د ستراتيژۍ اعلان ته نږدې شوي یوو

tr
ليکوال Ahmed Lodin

د امریکا ولسمشر وايي د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې اعلان ته ډېر نږدې شوي دي.
هغه په نیوجرسي ایالت کې په خپل ګلف کلب کې ویلي، چې د افغانستان مسئله ډېره ورته مهمه ده او په اړه یې پرېکړې کولو ته ډېر نږدې شوي دي. ډونالډ ټرمپ زیاته کړې، چې د افغانستان جګړه ورته په میراث پاتې ده او دی اړ دی، چې هغه ته د پای ټکی کېږدي. د ټرمپ په خبره د افغانستان جګړه امریکا ته تر ټولو اوږده جګړه شوه او نور امریکایان هم ددغه جګړې د زغم وړتیا نه لري. ټرمپ په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې یې په ځلونو د افغان جګړې په اړه د خپلې ستراتيژۍ د اعلان خبره کړې وه، خو د میاشتو په تېرېدو لا هم په سپينه ماڼۍ کې د افغانستان د مسئلې پر سر اختلافات روان دي.

۴۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه