تخار : څوارلسو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واوښته

Takhar
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : نجيب اسد ( کابل ) :
د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ په یوه جومات کې د وسله والو برید له امله، څه باندې ۱۴ لمونځ کوونکو ته مرګ ژوله اوښتې ده.
د تخار د والي ویاند سنت الله تېمور رسنيو ته ويلي ، چې پرون شاوخوا یوه بجه د چاه اب بازار پر جامع جومات د وسله والو برید له امله ۳ کسان وژل شوي او له ۱۱ لمونځ کوونکي ژوبل شوي دي.
تېمور وايي چې د شپږو ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی او په خبره یې چې کېدای شي د مړو شمېر تر دې هم لوړ شي.
نوموړی وايي ، دغه پېښه د جمعې لمونځ له تر سره کېدو مخکې، د قوماندان بشیر قانت او د یو شمېر نورو ځايي وسله والو ترمنځ د امام د ټاکنې پر سر رامنځته شوې ده.
دی وايي چې قوماندان بشیر قانت مخکې تر دې ددغه جومات امام مولوي نذرالله ته ویلي و چې جومات پرېږدي، خو هغه له دغه قوماندان سره خپل مخالفت ته دوام ورکاوه.
نوموړی وايي چې د دواړو لوریو د ډزو په پایله کې د سیمې اوسېدونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د تخار امنیتي چارواکي وايي، چاه اب ولسوالۍ کې د اخ و ډب د پای ته رسولو لپاره یې امنیتي غونډه را بللې چې ورته د حل لار ولټوي.
قوماندان بشیر قانت د حزب اسلامي قوماندان دی چې ډېر ځله په دغه ولسوالۍ کې د جمعیت ګوند له قومانانو سره په نښته بوخت وي.
د دغو ډلو ترمنځ له تېر یو کال راهیسې کله نا کله نښتې کېږي او تر اوسه له دې امله دواړو لوریو ته ګڼه مرګ ژوبله اوښتې ده.

۶۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه