کرېکټ: راشد خان ته بیګ باش لېوالتیا لری

rashed
ليکوال Ahmed Lodin

خبریال ؛ عبدالله ابدالی ؛ [کندهار[
د بیګ باش سیالیو څو برخه والو لوبډلو د راشد ارمان د رانیولو خبره کړې چې په ډله کې یې د اډيلایډ سټرایکرز لوبډله هم سته.
د نیوز کارپس د راپور له مخې، راشد ارمان د ډېویډ وارنر له لوري بیګ باش سیالیو ته معرفي سوی او وار دمخه یې اډيلایډ سټرایکرز لوبډلې رانیولو ته لېوالتیا ښودلې ده.
په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې د راشد ارمان یو بل همډلی او په بیګ باش سیالیو کې د سیډني سیکسر لوبډلې مشر مایس هنریک هم هیله مندي ښودلې چې راشد ارمان خپلې لوبډلې ته جذب کړي.
د سرچینې په خبره، راشد ارمان د هند په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې پخپله کمالي توپ اچونه خپل لوبډلمشر ډیویډ وارنر متاثره کړی دی.
نوموړي له لومړنیو دوو افغان لوبغاړو چې د هند د کرېکټ د غوره لیګ په سیالیو کې یې لوبه وکړه.
راشد ارمان د (ای‌پي‌ایل) په سیالیو کې ۶۲.۶ اوسط په لرلو په ۱۴ لوبو کې برخه واخیسته چې ټولټال یې ۱۷ کسان وسوځول.
دغه ۱۸ کلن افغان لوبغاړي چې په (ای‌پي‌ایل) سیالیو کې یې په ۱۹ منډو د ګوجرات لوبډلې ۳ لوبغاړي وسوځول، نو لوبډلمشر ډيویډ وارنر یې ډېره ستاینه وکړه:
“هغه یو ځلېدونکی ستوری دی. هغه د یو ځوان په توګه له موږ سره ډېره مرسته وکړه.”
د استرالیا د شل اوریز یا بیګ باش لیګ به د راشد ارمان په را خپلولو په افغانستان کې هم خپل مینه وال زیات کړي.
نبي او راشد: د هند ای پی اېل کې زموږ لوبېدل یوه ښه تجربه وه

۷۵ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه