امريکايي ځواکونه : موږ په ننګرهار کي ملکي کسان نه دي وژلي .

kheradonline-2
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : د ورځپاڼي خبري څانګه ( کندهار ) :
په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ننګرهار کې یې په هوايي برید کې هېڅ ملکي وګړي ته مرګ ژوبله نه ده اړولې بلکې وژل شوي ټول وسله وال دي.
د امریکايي ځواکونو یوه ویاند باب پورتیمن په خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ادعا ناسمه ده. دخبرپاڼې له مخې امریکايي ځواکونو هغه موټر په نښه کړی چې وسله والو پکې وسلې او مهمات ځای پر ځای کول.
دننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی هم برید تاییدوي خو وايي دا لا نه ده روښانه چې وژل شوي ملکیان دي که وسله وال مخالفین.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي دوی د پېښې څېړنې پیل کړې دي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک شي. ناټو ځواکونه هم وایي چې د پېښې په اړه به لا ډېره څېړنه وکړي او معلومات به یې له خلکو سره شریک کړي.

۵۴ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه