په زابل کي طالبانو ، پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

zab
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : د ورځپاڼي خبري څانګه ( کندهار ) :
د زابل ولایت په شاه جوۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ په سخته جګړه کي ترشلو زياتو طالبانو ، پوليسو او عامو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د امنیتی مسوولینو په خبره دغه مخامخ جګړه تیره شپه د زابل ولایت په ختیځه ولسوالی شاه جوۍ کې رامنځ ته سوې ده .
د زابل د شاه جوۍ ولسوال وزیرمحمد جوادي کندهار ورځپاڼي ته وويل ، چې د وسله والو مخالفینو يوې لويي ډلې د یادې ولسوالۍ د لالي کلی، خان کلي، عبدالروف کلا، ناصر کلا او نورو سیمو کې د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل
د ده په خبره افغان ځواکونو له وړاندي د طالبانو د دغه برید په اړه معلومات درلودل او ځکه وتوانیدل چې په ښه توګه دفاع وکړی او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله واړوي
جوادي زیاته کړه چې په درې ساعته سخته جګړه کې ۱۲ تنه مخالفین وژل سوي اولس نور ټپیان دي او یوه اندازه وسلې او مهمات یې هم له منځه تللی دی
د ولسوال په خبره په دغه جګړه کې درې سیمه ییز پولیس هم وژل سوي او درې تنه عام وګړي هم ټپيان سوی دی .
د شاه جوۍ ولسوالۍ امنیتی مسوولین وايي وسله والو غوښتل چې په یاده سیمه کې د محلی پولیسو پنځه پوستی سقوط کړي خو ونه توانيدل .
وزیر محمد جوادي وویل چې سیمه اوس د افغان ځواکونو په لاس کې ده او د امنیتی سرتیرو عملیات هم دوام .
طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .

۱۶۲ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه