فيچر ( Feature ) د ژوناليزم کومه ژانر دى ؟

Fecher
ليکوال Ahmed Lodin

د کندهار د خبريالانو مرکز ( کندهار ) :

فيچر دلاتيني ژبې له facere, factura او Factum څخه اخيستل شوې ده، چې دسينګارولو يا فيشن مانالري. په زړه فرانسوي کې هم دفيچرFeature کلمه په په همدې مانا کارول کېده. دفيچر اصطلاح ختيځو ژبو ته له انګليسي راغلې، چې لغوي مانا يې ديوشي ظاهر،بڼه،مخ،ښوونه،ننداره او خال ښودل شوېده.
ميرزا اديب دپوهاند جالند هري دفيچر ليکنې دکتاب په پېژندنه کې ليکي، چې ((دفيچر کلمه لومړى ډرامې ته ورته يو ډول راډيويي پروګرام ته ځانګړې وه،يانې نه ډرامه وه او نه له ډرامې څخه بېل)) خو ځينې نور بيا فيچر يو ډول نرم خبر يا Soft news بولي.
دفيچر په اړه د ژورنالېزم ګڼو پوهانو بېلابېل تعريفونه کښلي، امريکايي پټرسن وايي: ((فيچر خبر ته ورته يوه ليکنه ده چې له حقايقو سره څېړنه،شننه او مرکې پکې ددې لپاره ورزياتې شوي وي، چې دلوستونکو لارښوونه وکړي او هغوۍ خبر کړي.))
کلارنس، اى سکونفسېلډ په خپل کتاب Writing Effective feature کې دفيچر تعريف داسې ليکي: ((فيچر داسې يوه منځنۍ ليکنه ده، چې يوې خوا ته يې وچ خبر او بلې خواته يې خيالي کېسه يا مضمون دى، يعنې دا په بنسټيزه توګه ديو ريښتيني ريپوټ پايله ده، چې پکې خيالي او وضاحتي توکي هم شامل وي.))
خو دفيچر تر ټولو ښه تعريف ډاکتر مسکين علي حجازي وړاندې کوي، هغه ليکي: ((پر يوې له پامه لوېدلې موضوع داسې ليکنه چې په زړه پورې او دلوستو وړ يې کړي، فيچر باله شي.))
فيچر داوسني نړيوال ژورنالېزم يو ژانر دى چې نن سبا په نړۍ کې ډېر لوستونکي لري. فيچر دخبر او رپوټ په څېر په پېښو پورې اړوند حقيقتونه وړاندې کوي، خو پدې توپير چې دخبر ژبه وچه او رسمي وي، مګر دفيچر ژبه معلوماتي،انځوريزه او ډرامايي.
په خبر کې هڅه کېږي چې شپږو پوښتنو(کله،چېرته،څنګه،څوک،څه ډول، ولې) ته ځواب ورکړل شي، خو فيچر شپږو پوښتنو ته د ځوابونې ترڅنګ دپېښې په اړه شننه کوي او لوستونکي يې له شاليد او راتلونکو اغېزو خبروي.
پوښتنه داده چې ولې نن سبا په نړيوال ژورنالېزم کې فيچر ته ډېر ارزښت ورکول کېږي؟
ځکه چې:
١-لوستونکي له ډېرو خبرونو له لوستلو څخه ستړي کېږي او غواړي داسې څه ولولي چې هم معلومات او اطلاعات ترلاسه کړي او هم تفريح وکړي.
٢-هره ورځ په ټولنه او نړۍ کې ګڼي بېلابېلې پېښې کېږي چې دخبرونو دزياتوالي له امله دټولو خبرنه خپريږي، يعنې هغه خبرونه چې اهميت يې لږ وي نه خپريږي، نو خبريالان ددې لپاره چې ځينې له پامه لوېدلې موضوعګانې په جالبه او جذابه بڼه د لوستو وړ کړي، نو فيچر پرې ليکي او پدې ډول خلک له نورو پېښو خبروي او اهميت يې څرګندوي.
فيچر تر ډېره مجلو او ورځپاڼو ته ليکل کيږي خو راډيويي او ټلويزيوني فيچرونه هم جوړيږي، راډيويي او تلويزيوني فيچرونه ترمطبوعاتي هغو لنډ وي( له پنځو دقيقو ترنيم ساعت) خو مطبوعاتي فيچرونه دموضوع داهميت او دلوستونکي علاقې ته په پام سره تر درې زره کلمو کېداى شي.

۹۰ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه