په فراه کې د سوداګرو ښځو ټولنه جوړه سوه

sh
ليکوال Ahmed Lodin

خبریال عبدالله ابدالي؛ [کندهار[
د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې په دغه ولایت کې د سوداګرو ښځو ټولنه جوړه سوه .
د فراه د سوداګرۍ او صنایعو خونې عامل مدیر حشمت نورزایي وایي چې له دې وروسته به په دغه ولایت کې د ښځینه سوداګرو کارونه منظم او هم به د دوی د لاسي صنعت فعالیتونه پراخ سي.
د نومړي په خبره، اوس مهال په دغه ټولنه کې څه باندې ۱۰۰ ښځینه سوداګرې غړیتوب لري.
ښاغلی نورزايي وايي چې په فراه کې تر ډېره ښځې د کرنیزو توکو د پروسس، خامکي غاړو، غاليو اوبدلو او د سوداګرۍ په برخه کې فعالیت لري.

۴۱ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه