مک ماسټر : امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو ولاړه ده

Am
ليکوال Ahmed Lodin

خبريال : نجيب اسد ( کابل ) :
د امریکا د ملي امنیت سلا کار مک ماسټر له حنیف اتمر سره په خبرو کې ویلي، چې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانانو مبارزه په حقه ده او امریکا یې ملاتړ کوي.
نوموړي زیاته کړې چې له فساد سره مبارزه، د سیمه ییزو همکاریو پراختیا او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همغږي کولی شي افغانستان ته سوله او ثبات راولي.
مک ماسټر د افغانستان د ملي امنیت له سلا کار حنیف اتمر سره همدا راز ددوه اړخیزو اړیکو او مرستو پر لا پراختیا هم خبرې کړې دي او له امریکايي لوري د نظامي مرستو د لا پراختیا غوښتنه شوې ده.
دواړو لورو همدا راز ټینګار کړی، چې د افغانستان د امنیتي لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره به امریکا له افغانستان سره د اړیکو او مرستو د پراختیا په برخه کې هڅه کوي.
دواړو لورو تېره شپه ناوخته د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.

۱۱۳ ټول کتل سوی شمېر ۱ نن کتل سوی شمېر

د ليکوال په هکله

Ahmed Lodin

تبصره پر وکړه